1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې اوربند و نه غځید

مسعود جهش (Reuters, AP, AFP)۱۳۹۳ فروردین ۲۸, پنجشنبه

پاکستاني طالبانو له حکومت سره د هغه اوربند له غځولو څخه ډډه کړې ده چې د سولې د خبرو اترو د پر مخ وړلو له پاره رامنځ ته شوی وو. خو پر دې سربیره هم طالبان ټینگار کوي چې خبرې اترې به دوام پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/1Bjw8
انځور: Reuters

د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل، د دغې ډلې مشرتابه پریکړه کې ده چې له حکومت سره خپل اوربند پای ته ورسوي. دغه یو میاشتنی اور بند د مارچ په لومړۍ نیټه پیل شوی وو چې بیا وروسته د لسو ورځو له پاره وغځول شو. په دې ترتیب سره د پاکستاني طالبانو او د دغه هیواد د حکومت تر منځ اوربند د تیرې سه شنبې په ورځ ختم شو.

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد، ویلي دي چې دغه اوربند له دې کبله و نه غځول شو چې پوځ د طالبانو د ډلې پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. خو په عین حال کې زیاته کړې ده: «که د حکومت له خوا مثبت اقدام وشي، [د اوربند پر ختمیدو سربیره به هم] د سولې خبرې اترې په صداقت او جدیت سره پرمخ ولاړې شي. تحریک طالبان پاکستان به د [سولې په برخه کې] د جدي اقداماتو په کولو کې ځنډ و نه کړي.»

په پاکستان کې د سولې خبرې اترې د روان کال په فبروي کې پیل شوې خو د خبرو اترو لومړی پړاو له تاوتریخوالي سره پای ته ورسید. طالبانو پر امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او حکومت هم په غبرگون کې په شمالي وزیرستان کې پر یاغیانو باندې بریدونه وکړل.

تحریک طالبان پاکستان غواړي د نواز شریف حکومت ړنگ کړي او په پاکستان کې د هغوی په خبره اسلامي قانون حاکم کړي. دغه ډله د پاکستان اساسي قانون په رسمیت نه پیژني او غواړی چې پوځ له قبایلي سیمو څخه ووځي. طالبان همداراز د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د ختمیدو او له زندان څخه د دغې ډلې د غړو د آزادیدیدو غوښتنه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب