په غزه کې بیا اوربند مات شوی دی
۱۳۹۳ مرداد ۱۰, جمعهد جمعې په ورځ اسرائیلو د هغه ۷۲ ساعته بشري اوربند پای اعلان کړ چې تر دې دمخه غزې ته د بشري مرستو د رسولو په موخه اعلان شوی وو.
کله چې د اسرائیلو د پوځ له ویاند پیتر لیرنر، څخه وپوښتل شو چې آیا دغه اوربند پای ته رسیدلی، هغه وویل: «هو، موږ په سیمه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو.»
دغه ویاند د اوربند د ماتیدو پړه پر حماس او نورو فلسطیني ياغي ډلو باندي واچولې ده. هغه وویل چې پر ځواکونو باندي یې فيرونه شوي دي او د هغوی یو عسکر ورک شوی دی. لیرنر وویل: «زموږ لومړني معلومات ښيي چې زموږ یو عسکر د ترهگرو له خوا د اوربند د ماتولو پر مهال برمته شوی دی.»
حماس پر اسرائیل باندي تور لگوي
په عین حال کې حماس پر اسرائیلو باندې تور لگوي چې اوربند یې مات کړی دی. د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې د دغي ډلې ویاند فوضي بارهوم، په یوه بیانيه کې ویلي دي: «دا اشغالگر [حماس اسرائیل ته د اشغالگر خطاب کوي] دي چې اوربند یې مات کړ. فلسطیني مقاومت له خپل ځان څخه د دفاع د حق له مخي او د دې له پاره یې اقدام وکړ چې زموږ د خلکو عام وژنه پای ته ور سوو.»
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پوري کومي خپلواکي سرچینې دا خبره تائید کړې نه ده چې اوربند د کوم اړخ له خوا مات شوی دی. رسنیو لومړی د غزې په سویل کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د فيرونو په اړه رپوټونه ورکړل چې د فلسطیني چارواکو په خبره ۳۵ کسان پکښې وژل شوي دي.
له بلي خوا په اسرائیلو کې هم د خطر زنگونه وهل شوي دي او د دې هیواد پوځ ویلي دي چې د دوی پر خاوره باندي اته توغندي توغول شوي دي.
پر دغه اوربند باندي د پنجشنبې په ماښام موافقه شوې وه. دغه اوربند د امریکا متحده ایالاتو او ملگرو ملتونو په منځگړتوب رامنځ ته شوی وو.
تر دې دمخه د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري ویلي ول چې د یوه اوږ مهاله او باثباته اوربند له پاره باید کار وشي. مصر هم پر اسرائیلو او حماس باندي غږ کړی وو چې د خبرو اترو میز ته سره کښېني، خو د اوربند تر ماتیدو وروسته بیا د فرانسې خبري آژانس د دغه هیواد د یوه ویاند په حواله وویل چې دغه پلان شوي خبري اتري اوس ځنډیدلي دي.