په غزه کي درې ورځنی اوربند
۱۳۹۳ مرداد ۱۰, جمعهدغه ۷۲ ساعته اوربند سره له نن جمعې ورځي (۲۰۱۴م کال د اگست لومړۍ) د محلي وخت سهار له ۸ بجو څخه عتبار لري. د ملگرو ملتونو د يوه وياند د معلوماتو له مخي حماس او اسرائيلو د ملگرو ملتونو ځانگړي منځگړي رابرت سيري، ته ډاډ ورکړی دی چي «بې له قيد و شرطه انسان دوستانه اوربند» غواړي. د دغه درې ورځني اوربند وخت کيدای سي چي نور هم وغځيږي.
له نيويارک څخه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون او امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري له خوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي چي د اوربند په وخت کي به پوځي ځواکونه پر خپلو ځايونو باندي پاته سي.
په مصر کي خبري اتري
له بلي خوا په قاهره کي د اسرائيلو، فلسطينيانو او مصري چارواکو ترمنځ د بان کي مون او جان کيري له خوا وړانده سوې د اوږده اوربند پر طرحي باندي خبري کيږي. په غزه کي د حماس ډلي د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله قاهرې ته د خبرو اترو له پاره به د فلسطينيانو د استازو په ډله کي د حماس استازی هم سفر وکړي.
ويل کيږي چي دغه خبري اتري به ډېر ژر په قاهره کي پيل سي. د کيري د هيئت د يوه غړي په حواله امريکا متحده ايالات به دغو خبرو اترو ته د منځني ختيځ استازی فرانک لووينشټاين چي اوس په هند کي دی ولېږي.
اسرائيلو له نژدې څلورو اونيو راهيسي په غزې تراډه کي د حماس ډلي پرضد هوايي تعرضي عمليات پيل کړي دي، چي وروسته يې بيا مځکني تعرضي عمليات هم پيل کړل. اسرائيلو ويلي دي چي پر غزې تراډي باندي د عملياتو هدف يې په دغه سيمه کي د حماس ډلي له خوا د دوی پر خاوره باندي د توغنديو توغولو مخنيوی او د تونلونو له منځه وړل دي.
په مجموع کي ۱۵۰۰ انسانان وژل سوي
د بشردوستانه اوربند تر اعلان څو ساعته دمخه د دواړو اړخونو له خوا په يرغلونو کي بيا هم انسانان وژل سوي دي. د فلسطينيانو د شمېرو له مخي د جولای مياشتي له ۸ نېټې راهيسي چي تعرضي عمليات پيل سوي دي نزدې ۱۴۰۰ انسانان وژل سوي دي. د وژل سوو کسانو ډيره برخه ملکيان جوړوي چي ډيری يې کوچنيان دي. په دغه جگړه کي تر اوسه پوري ۶۱ اسرائيلي عسکر او درې ملکيان وژل سوي دي.
د اسرائيلو د امنيتي چارواکو د معلومتو له مخي په دغه وخت کي د حماس د وسله والي ډلي له خوا پر اسرائيلو باندي نزدې ۲۷۰۰ توغندي توغول سوي دي.
په غزه کي د ملکيانو تلفاتو او ودانيو ورانولو ته په کتو سره نړيوالو په جگړه کي پر ښکېلو غاړو باندي فشار ډير کړ چي دواړه اړخونه بايد يوه اوربند ته غاړه کښيږدي. د ملگرو ملتونو امنيت شورا د پنجشنې په ورځ وويل چي په غزه کي بايد ژره تر ژره بې له قيد و شرطه یو بشردوستانه اوربند رامنځ ته سي.
په غزه کي د اسرائيلو له خوا د ملگرو ملتونو پر يوه ښوونځی باندي د بمبار په ترڅ کي چي بې گناه ملکيان پکښې ووژل سول، امریکا متحده ايالاتو د غزې په اړه اسرائيلو ته خپله لهجه تنده کړه. د سپيني ماڼۍ وياند جوش ايرنست وويل چي دا «هيڅ د منلو نه ده».
د تونلونو ويجاړول دوام لري
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي دي چي د اوربند پرمهال به هم د اسرائيلو په خوا کي د تونلونو ويجاړی دوام ولري.
د اسرائيلو لومړي وزير تر دې دمخه لا ويلي ول چي اسرائيل به هغه مهال له يوه اوربند سره موافقه وکړي، چي د اوربند پرمهال هم د تونلونو نړول دوام ولري.