په سویس کانال کې ترهګریز برید ناکامه شو
۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبهد رویترز خبري آژانس د سویس کانال د امیرالبحر مرستیال مهاب ممیش، له خوا د یوه خپور شوي رپوټ په حواله لیکلي دي چې د دغه برید هدفت د سویس د کانال له لارې د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډ رامنځته کول وو.
سویس کانال د لویو بیړیو په واسطه د سوداګریزو مالونو د لیږدولو په برخه نړیوال اهمیت لري. د اوبو د دې لارې ساتنه او حفاظت د مصري وسله وال پوځ پر غاړه ده. د ښاغلي ممیش له خوا په خپرې شوې بیانیه کې دا نه دي ویل شوي چې په دې سیمه کې د څه ډول برید د ترسره کیدو هڅې شوې وې.
د بیړۍ چلونې سکتور اړوندې ادارې دوو تنو کارکونکو د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط د رویترز خبري آژانس ته ویلې دي چې د دوو قوي چاودنو غږونه هغه وخت واوریدل شول چې پر کانتینرونو باره یوه بیړۍ له دغه کانال څخه د تیریدو په حال کې وه.
وروسته بیا د شنبې په ماښام د سویس کانال چارواکو د پېښې په اړه د توضیحاتو ورکولو پر مهال وویل چې د دې شنډ کړای شوې برید یو تن عامل غوښتل چې د سویس د کانال له لارې تیریدونکې بیړیو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د امیرالبحر د مرستیال په خبره په کانتینرونو بار دغه بیړۍ چې د ترهګرو له خوا يي د په نښه کیدو هڅې شوې د لاتینې امریکې د«پاناما» هیواد بیرغ لاره. دا بیړۍ Cosco Asia نومیږي. ممیش زیاته کړې ده چې په بیړۍ کې بار کانتینرونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د امیرالبحر مرستیال ویلې دي چې د سویس د کانال دواړو خواو ته د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو امر شوې دی. د رویترز خبري آژانس په خپل دې رپوټ کې لیکلې دي چې تر اوسه پورې دا نه ده روښانه شوې چې آیا دا به د جولای د میاشتې په دریمه نیټه د پوځ له خوا د دغه هیواد د ولسمشر محمد مرسي، د لیرې کولو له قضيي سره تړې پېښې وې او که نه.
د محمد مرسي تر راپرځیدو وروسته په مصر کې پراخه مظاهرې روانې دي. د دغو مظاهرو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا د زور د استعمال په پایله کې تر اوسه پوری له ۱۰۰۰ څخه زیات انسانان وژل شوې.