1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کې د افراطي ډلو تر منځ سیالي

۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبه

په تونس کې افراطي ډلي «اسلامي دولت» او القاعدې ترهگري شبکې ترمنځ د سیالۍ لمن وار په وار پراخیږي. دواړي ډلي په داسي بريدونو سره، لکه په سوسه سيمه کې د تندلارو پلویانو د جذبولو په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/1FqCm
انځور: Reuters/Z. Souissi

په شمالي افریقا کې هم د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» ډار مخ پر خپرېدو دی. په تونس کې د سيلانيانو د خوښي سيمي «سوسه» د برید مسئولیت دغي ډلي پر غاړه واخیست. د جمعې په ورځ په دغه وسله وال يرغل کې چې پر يوه هوټل باندي وسو، ۳۹ انسانان ووژل شول.

دا خبره په اثبات رسول چې رښتيا هم د دغي خونړۍ پیښي اصلي طراحان دي د «اسلامي دولت» خواخوږي وي، خورا گران کار دئ. خو دغه اعتراف دا ښيي چې د عربي پسرلي د زېږون په ټاټوبي کې د بېلابېلو تندلارو ډلو ترمنځ سخته سیالي روانه ده.

د شمالي افریقا په ناکراره سیمه کې تونس له یوې څه مودې راهیسې د یوه باثباته ټاټوبي په توگه گڼل کیدی. تونی د خپل ستر گاونډي هیواد الجزایر برعکس په۱۹۹۰لسیزه کې د افراطيانو او پوځ تر منځ کورنۍ جگړه و نه شوه او همداشان د مصر او لیبیا برخلاف په۲۰۱۱م کال کې د عربي پسرلي د تحولاتو له لوړو ژورو څخه په نسبي توگه په آسانۍ سره راووت.

د اسلامي دولت، لیکو ته د نوي پلویانو راجذبول

له دې سره سره چې له اسلامي دولت ډلي سره نزدې ۳۰۰۰ تونيسان ولاړ دي، بيا هم دغه ډله په ياد هيواد کې کوم ځانگړی اساس نه لري. خو دغه ډله غواړي چې اوس دغه حالت بدلون ومومي.

خو برعکس القاعده شبکه له ۲۰۰۲م کال راهیسې په تونس کې فعاله ده. دغي ډلي په «جربه» ټاپو کې د هغه برید مسئولیت ومانه چې پکښې ۱۹ سیلانیان ووژل سول. په وژل شوو کسانو کې ۱۴ آلمانان هم شامل ول.

تر هغه وروسته په شمالي افریقا کې د «اسلامي مغرب» په نوم د القاعدې يوه څانگه جوړه شوه او وروسته بيا ددغي ډلي يو ښاخ «عقبه بن نافع» ونومول شو. کارپوهان داسي گومان کوي چې د تونس په پلازمېنه کې پر بردو موزیم، باندې برید هم دغي ډلي کړی دی. د روان عیسوي کال د مارچ میاشتي پر ۱۸ نیټه په دغه برید کې ۲۱ سیلانیان او یو پولیس ووژل شول.

انصار الشرعیه او هم خیریه سازمان

داسې ویل کیږي چې د «عقبه بن نافع» ډلي ډیر غړي د سلفیانو د گروپ «انصار الشرعیه» سره تړاو لري. په تونس کې د دغي ډلي بنسټ ایښودونکی ابو عیاض دی. هغه په افغانستان او بوسینا کې جنگیدلی دی.

داسې شک کیږي چې په ۲۰۱۲م کال کې په تونس کې د امریکا متحدو ایالاتو پر سفارت د برید تر شا د هغه لاس وو. له هغه راهیسې نوموړی په تېښته دی. ویل کیږي چې ښایي د هغه ځیني پلویان له اسلامي دولت، سره یو ځای شوي وي. پر دې سربیره په تونس کې نوري افراطي ډلي هم فعالي دي.

د شمالي افریقا د چارو کارپوه پوسڅتای په نظر دا کوم مهم نقش نه لري چې ترهگر له کومې ډلي سره تړاو لري. هغه زياتوي چې د سلفیانو بېلابېلي جهادي ډلي د یوې گډي ايډیالوژۍ او نظر له لاري یو له بل سره تړلي دي.