1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تونس له تروريزم سره «بې رحمه» جنگ اعلان کړ

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د تونس حکومت د دغه هيواد په پلازمېنه کي پر ملي موزيم د وسله وال يرغل په غبرګون کي د ترهګرۍ پر ضد جګړې اعلان کړی دی. تونسي چارواکو ويلي دي چي د بريدګرو په ملاتړو او مرستندويانو پسي تلاښ ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1Et46
انځور: Reuters/Z. Souissi

د تونس ولسمشر الباجي قائد السبسي‎ ويلي دي چي هيواد به يې تر وروستۍ سلگۍ د دښمنانو پر ضد جګړه وکړي. هغه وويل: «دغه څو کسان په دې نه سي توانېدلای چي موږ وبېروي.» هغه زياته کړه: «زه غواړم چي د تونس اولس په دې پوه سي چي موږ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه بوخت يو.»

وسله وال يرغل دوو تنو کړی دی. هغوی د پلازمېني په زړه کي د بوردو مشهور موزيم مخي ته چير ډېر سېلانيان ورځي فيرونه وکړل. دغه موزيم د تونس پارلمان ته ډېر نژدې دی.

په دغه يرغل کي چي د چهار شنبې په ورځي وسو ۲۱ انسانان ووژل سول چي ۱۷ سيلانيان، يو سرويس موټر چلونکی او يو پوليس هم شامل دي.

په دغه وسله وال يرغل کي تر۴۰ زيات انسانان ټپيان سوي هم دي او دوه تنه يرغل کوونکي له پوليسو سره په وسله واله نښته کي ووژل سول.

وژل سوو بهرنيانو جاپانيان، ايټالويان، کولمبيايان، فرانسويان، پولنډيان او هسپانيان دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي په دغه بريد کي د آلمانيانو د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه دقيق معلومات نه لري.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير ويلي دي چي دا امکان نه سي ردېدلای، چي په قربانيانو کي به آلمانيان هم شامل وي. د هغه په وينا خو په دقيقه توګه تر اوسه پوري څه نه سي ويل کېدلای.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ويلي دي چي په تونس کې د وسله وال يرغل په قربانيانو کي دوه تنه فرانسويان شامل دي. هغه د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمشريکي ښوولې ده او د تونس هيواد د ملاتړ او ملګرتيا ژمنه يې تکرار کړه.

د جاپان حکومت د خپلو درو اطباعو د وژل کېدو او هسپانيا د خپلو دوو وگړو د وژل کېدو خبر تائيد کړی دی.

د تونس لومړي وزير حبيب الصيد ويلي دي چي بريد کوونکي دوه کسان ول چي پوځي يونيفورم يې اغوستي ول. د هغه په وينا دغو بريدګرو چي په کلاشنکوفونو سنبال ول، هغه وخت يې پر سېلانيانو فيرونه پيل کړل، چي سېلانيان له سرويس موټر څخه د راکښته کېدو په حال کي ول.

الصيد زياته کړې ده چي ځني هغه سېلانيان چي موزيم ته ننوتل، وسله وال يې په تعقيب موزيم ته ور ننوتل.

د تونس د وسله وال بريد پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې خو اټکل کيږي چي دغه بريد به د توندلارو اسلامستانو له خوا سوی وي.

د امريکا متحدو ايالاتو، اروپايي اتحاديې، فرانسې او آلمان د تونس بريد سخت غندلی دی. د آلمان حکومت په خپل غبرګون کي ويلي دي چي د دغه بريد اصلي موخه د تونس نوې ډيموکراسي وه.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دغه «نه منلو وړ ترهګر عمل» د عاميلينو او د هغوی د مرستندويانو د نيولو او محکمې ته د راکشولو غوښتنه کړې ده.

تونس هغه عربي هيواد دی چي د۲۰۱۰م کال په پای کي پکښې عربي پسرلی پيل سو. په عربي نړۍ کي د تحول تر پېلېدو وروسته تونس يوازنی هيواد دی چي د ډيموکراسي کېدو پر لور يې زيات پرمختګ کړی او دغه هڅې يې په نړيواله توګه ستايل سوي دي.

خو په ۲۰۱۰م کال کي د پاڅون له پيلېدو راهيسي په دغه هيواد کي د جهادستانو فعاليتونه هم زیات سوي دي.