1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د غني ديپلوماتيکي ليدني کتني

afp,trt,dpa۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په واشنگټن کي کوښښ کوي چي له امريکا سره اړيکي بيرته ښې کړي. د غني د سلف کرزي د واکمنۍ پرمهال د کابل او واشنگټن اړيکي ډېري پيکه سوي وې. امکان لري چي امريکايي ځواکونه هم پاته سي.

https://p.dw.com/p/1Evx7
انځور: picture alliance/ZUMA Press/P. Lynch

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په پنتاگون د امریکا د دفاع له وزير اشتون کارتر، سره وليدل او وروسته بيا په دغو خبرو کي د دغه هيواد د ماليې وزير ياکوب ليو، هم گډون وکړ.

تر دغو خبرو اترو وروسته غني د امریکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري او نورو لويو چارواکو سره د خبرو له پاره بيرته د «ديويد کمپ» ته راوگرځېد. ديويد کمپ تر واشنگټن دباندي په ميريلند ايالت کي د امريکا د ولسمشرۍ ماڼۍ ده.

په پلان کي ده چي ولسمشر غني به نن سه شنبه د امريکا متحدو ايالاتو له جمهور رئيس بارک اوباما سره ملاقات ولري. ويل کيږي چي د غني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله به هم له اوباما سره د ملاقات په پيل کي گډون ولري.

هغه څه چي د کابل مېلمانه ئې غواړي له سپيني ماڼۍ څخه واوري، تر مخه ئې لا د دغه هيواد د بهرنيو چارو له وزير جان کيري څخه اورېدلي دي. د امریکا ولسمشر پر دې باندي فکر کوي چي په افغانستان کي پاته امريکايي عسکر تر هغه چي پلان سوي ول، کرار کرار راوباسي. اوباما غواړي چي په دې اړه له غني او عبدالله سره بحث وکړي.

د کابل مشرتابه ويلي ول چي د امريکايي عسکرو د وتلو په پلان کي بايد «انعطاف پذيري» وي. غني په پنتاگون کي له اشتون سره د ليدني پرمهال وويل چي په دې اړه پريکړه د اوباما په لاس کي ده.

اوس په افغانستان کي نزدې ۱۰۰۰۰ امريکايي عسکر مېشته دي او د پلان له مخي نيمايي ئې بايد د ۲۰۱۵م کال تر پايه پوري ووزي او پاته نور به ئې د اوباما د جمهوري رياست دورې تر پوره کېدو لږ دمخه په ۲۰۱۷م کال کي ووزي.

تر خبرو اترو د مخه په واشنگټن کي ويل سوي ول، چي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوږدمهاله مرستو د ژمنو په لټه کي دئ. تراوسه پوري تر ۲۰۱۷م کاله پوري د مرستو ژمني سوي دي، خو کابل غواړي چي اوس لا تر ۲۰۱۷م کال وروسته د نورو پنځو کلونو له پاره د مرستو ژمني ورسره وسي.

د غني د سلف کرزي د واکمنۍ په وروستيو کلونو کي د کابل او واشنگټن اړيکي ډېري خوپي سوې، چي د دغو اړيکو له مخي بيا پريکړي کېدلې. اوس غني تلاښ کوي چي دغه اړيکي بيرته ښې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو يو نوی فصل پرانيزي.