1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل له واشنگټنه مرسته غواړي

ميودراگ سورچ۱۳۹۴ فروردین ۳, دوشنبه

اشرف غني د افغان ولسمشر په توگه په اول وار واشنگټن ته سفر کړی دی. هغه په اقتصادي او امنیتي برخه کې د ملاتړ په لټه کې دی. غني به له اوباما سره پر ملاقات سربيره د امريکا کانگرس دواړو خونو ته وينا وکړي.

https://p.dw.com/p/1EvQ7
انځور: Reuters/O. Sobhani

له واشنگټن څخه د دويچه ويله مبصر ميودراگ زورچ ليکي چې، محمد اشرف غني د څو ورځو له پاره بيا هغه هیواد ته راستون شوی دی، چې تر مخه یې پکښې څو لسیزي تیري کړي دي. ۶۶ کلن غني چې په خټه پښتون دی، په متحدو ایالاتو کې د محصل، پروفیسر او په نړیوال بانک کې د کارپوه په توگه شپې او ورځي تيري کړي دي.

د هغه دواړه اولادونه په متحدو ایالاتو کې رالوی شوي دي او مېرمن یې امریکایي تابعیت لري. اشرف غني د واشنگټن د عملیاتي سیاست په هکله معلومات لري، ځکه دی يې هم يوه برخه وه.

متحدو ایالاتو ته د هغه د سفر مهم هدف دا دی چې امريکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو پر پلان باندي له سره غور وکړي. د هغه استدلال دا دی چې ۱۰۰۰۰ امریکایي عسکر باید په افغانستان کې پاتي شي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي، څو له طالبانو سره مقابله وکړای شي. خو د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما تر اوسه لا دغي غوښتني ته جواب نه دی ویلی. لیکن ډیر کسان له دغي غوښتني سره د توافق خبره کوي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې به یې په هکله پریکړه وشي.

په افغان اردو کې د کمزوري له شتونه انکار نه شي کیدای. د ۱۹۵ زریز پوځ ډېر عسکر کال په کال خپلې دندې پریږدي، ډېر یې سم روزل شوي نه دي او د بې سوداۍ کچه پکښې لوړه ده. کابل یوازي کولای شي چې په نړیوالو مرستو سره دغه اردو وساتي.

که چیري واشنگټن له افغانستان څخه خپل عسکر راباسي یا یې شمیر کموي نو ښایي طالب جنگیالي یا نوري وسله والي ډلي د قدرت د تشي ډکولو هڅه وکړي. د دې کار د مخنیوي غوښتنه د جان مکین په گډون د جمهوري غوښتونکو نور سناتوران هم کوي. هغوی په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دوامداره او پیاوړي حضور پلويان دي.

د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به د کانگرس دواړو خونو ته وینا وکړي، لکه څرنگه چې دوې اوونۍ دمخه د اسرائیلو لومړي وزیر بینيامین نتنياهو وکړه. که څه هم د کانگرس دواړو خونو ته د نتنياهو وینا شخړه ییزه وه، خو اوس به د دواړو گوندونو له خوا د محمد اشرف غني د وينا هرکلی به وشي.

افغان ولسمشر د اقتصادي ستونزو په برخه کې د امریکا د استازو ملاتړ ته اړتیا لري. امریکا متحدو ایالاتو له ۲۰۰۱م کال راهيسي په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر مصرف کړي دي، خو دغه مرستي اوس د کمښت په حال کې دي.

په ۲۰۱۳م کال دغه مرستي ۱،۸ میلیارده امریکایي ډالر وې، خو په ۲۰۱۴م کال کې بیا ۱،۱ میلیارد ډالرو ته راکښته شوې. خو دا چې سږ کال به دغه مرسته څومره وي، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده. اشرف غني غواړي چې دغه مخ پر کمښت دود ته بدلون ورکړي. هغه استدلال کوي: څوک چې افغانستان باثباته کول غواړي، باید اقتصادي پانگونه وکړي.

د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه تر ۲۵ کلونو د کښته عمر ځوانان جوړوي. افغانستان کاري مشغولیتونو ته اړتیا لري. خصوصی پانگه اچونکي له دې هیواد څخه ځان ليري کوي: د نړیوال شفافیت په ليست کې تر شمالي کوریا او سومالیا وروسته د افغانستان نوم اخیستل کیږي. خپله غني چې په زیار او زحمت او تصمیم نیولو کې شهرت لري، کولای نه شي چې په یو څو میاشتو کې دې وضعیت ته بدلون ورکړي.

کابل به تر یوې اوږدې مودې نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري. دغه مرستي اوس نه یوازي د امریکا متحدو ایالاتو، اروپايي ټولني او آلمان له خوا کيږي، بلکي د سیمي هیوادونو لکه چین او هند هم له افغانستان سره د مرستو ژمني کړي دي. خو واشنگتن د پیکینگ سخاوتي مرستو ته په بد گومانۍ سره گوري.

نوی افغان ولسمشر د خپل سلف حامد کرزي په شان چې ډيري ژمني یې کولې او لږ یې کول، جذابیت نه لري. د کرزي په وروستيو کلونو کې د هغه او ولسشمر اوباما اړیکي ډيري ستونزمني وې. خو غني بيا باالمقابل یو واقعیت بین او یو تېکنوکرات دی. هغه د نړیوال بانک د پخواني مامور په توگه پوهیږي چې څرنگه له اختلاس سره مقابله وشي، او یو اغیزمن حکومت څه ډول دی. امریکايي چارواکي هیله من دي چې د هغه له حکومت سره د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیستل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب