1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې تښتول شوې آلمانۍ آزاده کړای شوه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مهر ۲۶, یکشنبه

د GIZ مرستندویه آلماني سازمان یوه کارکونکۍ چې له نن څخه دوه میاشتې مخکې له پلازمېنې کابل څخه تښتول شوې وه، اوس آزاد کړای شوې ده. تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په څه شکل او تر کو شرایطو لاندی؟

https://p.dw.com/p/1GpzK
انځور: picture-alliance/PhotoshotNotiz

د آلمان د باندنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاینمایر، ایران ته د خپل سفر پر مهال تائید کړی چې په کابل کې د GIZ مرستندویه آلماني سازمان تښتول شوې کارکونکې آزاده شوې ده.
شټاینمایر زیاته کړې ده چې دغه کارکونکې« د شرايطو په پام کې نیولو سره، له ښه وضعیت څخه برخمنه ده.» تر اوسه پورې د هغې د آزادولو د څرنگوالي په هکله نور جزویات نه دي ورکړل شوې.
دغه مرستندویه کارکونکې د اگست په میاشت کې د کابل له قلعه فتح الله خان څخه یرغمل شوې وه. په دغه سیمه کې ډیر شمیر بهرنیان اوسیږي. دوو وسله والو کسانو دا له موټر څخه ښکته او له ځانه سره یې وړې وه.
د آلمان د خبري آژانس «DPA» په حواله دغې میرمنې د GIZ مرستندویه آلماني سازمان له پاره کار کاوه. دغه سازمان د افغانستان په گډون د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې پرمختیایې فعالیتونه لري.
د GIZ ویاندې تانیا گونر، د «DPA» خبري آژانس ته وویل: « مونږ ډیر خوښ یو چې زمونږ یوه کارکونکې آزاده شوې ده.»
د روان کال په پسرلي کې د دغه سازمان یو تن بل کارونکی چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له خوا تښتول شوې وو، وروسته له شپږو میاشتو څخه د طالبانو له منگولو څخه په تیښته بریالې شوې وو.
په ۲۰۱۴ کال کې هم د آلمان د یوه مرستندویه سازمان « د نړۍ له ولږې سره د مبارزې سازمان» یوه تن کارکونکی په افغانستان کې یرغمل نیول شوې وو، چې وروسته له دوه نیمو میاشتو څخه آزاد کړای شو.