1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برمته شوی آلمانی وروسته له ۲ کالو آزاد شو

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۱۹, شنبه

د آلمان یو مرستندوی چې دوه نیم کاله مخکې په پاکستان کې تښتول شوی ؤ، په افغانستان کې آزاد کړای شو. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې ورځپاڼې د دغه ډول یو رپوټ پخلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DTTc
انځور: picture-alliance/dpa

د «بیلد» ورځپاڼې د شنبې د گڼې د یو رپوټ له مخې دغه آلمانی چی د لوږې سره د مرستې د سازمان لپاره یې کار کاوه د ۲۰۱۲ کال د جنوري په میاشت کې په پاکستان کې د تند لارو طالبانو له خوا وتښتول شو. د ورځپانې په رپوټ کې راغلي دي چې ۵۹ کلن «برند ایم» نومي آلمانی وروسته له څه د پاسه دوه کلونو یرغمل نیول کیدو څخه د آلمان د خاصو ځواکونو په مرسته په افغانستان کې آزاد کړای شوی دی. د آلمان د بهرنیو چار د وزارت یوې ویاندې، د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل : «حکومت ډیر خوښ دی چی یو آلمانی تبعه چی څه د پاسه دوه کاله مخکې په پاکستان کې تښتول شوی ؤ، بالاخره په افغانستان کې آزاد کړای شو.»

د آلمان تر پالنې لاندې

د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې چې نوم یی بربنډ شوی نه دی، وویل چې دغه آلمانی اوس د آلمان د حکومت تر پالنې لاندي دی: «د هغه روغتیایي معاینات تر سره شول او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.» د رپوټونو له مخې «برند ایم» نومي آلماني په پاکستان د آلمان د نړیوالي لوږي سره د مرستې له سازمان سره کار کاوه.

د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې د معلوماتو له مخې چې رسنیو سره شریکې کړي دي، « نړیوالو شریکانو د دغه آلماني تبعه» په آزادې کې مرسته کړی ده.

«بیلد» ورځپانې په خپل رپوټ کې ليکلي چې د دغه آلماني په خلاصون کې د نوموړي هیواد خاصو ځواکونو«KSK» هم ونډه درلوده، خو د هغه آزادیدل پرته له کوم « پوځي اخ و ډب» څخه تر سره شوی دی. د آلمان د نوموړې کوماندو ځینې سرتیري د یوڅه مودې لپاره په کابل کی ؤ تر څو د دغه آلماني د آزادولو لپاره مرسته وکړي. دا هم تر اوسه پورې معلومه نه ده چې آیا د هغه د خلاصون په بدل کې کوم څه ورکړ شوي دي که نه. د فرانس پرس خبري آژانس د نوموړې ورځپانې د رپوټ په حواله ویلی دي چې «یرغمل نیونکو خپل بندي مجبوره کړی دی چې د افغانستان په ختیځ کې په پښو مزل وکړي.»

له طالبانو سره د یرغمل نیونکي تړاو

د آلمان د «شپیگل آنلاین» د دغې پیښی په اړه په خپل رپوټ کې ویلی دي چي فکر کیږي یرغمل نیونکو له طالبانو سره تړاو درلود. هغوی په ویدويي پیغامونو کې په وار وار سره د نوموړي د وژلو گواښ کړی ؤ.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه آلماني د خلاصون لپاره د کړکیچ یو هیأت گمارلی ؤ، خو حکومت او اړوند مرستندوی سازمان له رسنیو څخه غوښتي ؤ چي په دې هکله له رپوټ خپرولو څخه ډه ډه وکړي ترڅو د یرغمل نیول شوي شخص ژوند له دې زیات له خطر سره مخامخ نه شي.

د نړیوالۍ لوږې سره د مرستې سازمان

دغه آلمانی سازمان چې عمومي مقر ېې په بن کې دی، د نړې په ۴۰ هیوادونو کی فعالیت لري. د رپوټونو له مخې د دغه سازمان نوموړی آلمانی کار کونکی او د هغه یو ایتالوی همکار د پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان په ښار کی له یو کور څخه وتښتول شول. د ایتالوي همکار د برخه لیک په هکله تر اوسه پورې څه خپاره شوي نه دي.

دنړيوالي لوږې سره د مرستې سازمان د پاکستان د ۲۰۱۰ کال د ۲۱ ملیونو سیلاب ځپلو خلکو سره مرسته کوي. د تندلارو د کړیو د سرچینو د پخوانیو معلوماتو له مخې دغه دواړه اروپایان د پاکستاني طالبانو له خوا تښتول شوی ؤ او بیا نورو ډلو ته چې له القاعدې سره تړاو لري، تسلیم کړای شوي ؤ.