په افغانستان کي د کوکنارو کښت ډير سوی دی
۱۳۹۱ آبان ۳۰, سهشنبهد دې سروې پر بنسټ، سږکال (۲۰۱۲) په ټول افغانستان کې په ۱۵۴ زره هکتاره مځکه کي کوکنار کرل شوي دي، په داسې حال کې چې په تېر۲۰۱۱ میلادي کال کې پر ۱۳۱ زره هکټاره ځمکه باندي کرل شوي ول.
د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل نن سه شنبه (۲۰۱۲کال د نوامبر ۲۰) د دې سروي د وړاندي کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چي په هېواد کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالی تر ټولو ستر عامل ناامني ده:
‹‹یوازي د افغانستان په څلورو ولایتونو هلمند، فراه، روزگان او کندهار کې ۹۰ سلنه، خو د افغانستان په نورو جنوبي ولایتونو کې ۹۵ سلنه کوکنار کرل شوي دي، دا چې ولې په دغو ولایتونو کې زیات کوکنار کرل شوي دلیل یې ناامني ده.››
مقبل د افغانستان په هغو سیمو کې د کوکنارو کښت پر نشت حساب کړ، چي په خبره يې قانون واکمن دی. له بلي خوا په ځینو سیمو کې د کوکنار کښت له پاره ناوړه شرایط او په بېلابېلو نباتي ناروغیو د دې بوټي اخته کېدل د دې لامل شوي دي، چې په دغو سیمو کې د کوکنارو په کښت کي کموالی راولي.
په همدې حال کې د نشه يي موادو او جرمونو پرضد د ملگرو ملتونو ادارې رئيس ژان لوگ لومایو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده او د اړوندو ارگانونو پر همږغۍ باندي یې ټینگار وکړ.
د لومایو په وینا د نشه يي موادو پرضد د مبارزې او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د گډې همږغۍ له تگلاري سره سره هم د نشه يي موادو د کښت او تولید د مخنيوي هلوځلو ځای نه دی نیولی:
‹‹زما له پاره د نشه يي موادو او جرمونو پرضد د ملگرو ادارې د یوه رئیس په توگه نور د کومې پوښتني ځای نه دی پاته، چې ولې له نشه يي موادو سره مبارزه د ملي پیوستون د پروگرام په لومړیتوبونو کې نه ده ځای شوې او ولې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره پر مبارزې نه دی توانیدلی په داسې حال کې چې د نوامبر د مياشتي تر ۷ نېټې وړاندي یې دا کار په خپلو ۱۰ لومړېتوبونو کې شامل کړ.››
ښاغلي لومایو زیاته کړه له نشه يي موادو سره د مبارزې له پاره د بزگرانو له پاره د بدیل معیشیت برابرول، د نشه يي موادو د قاچاقچیانو دایمي تعقیب او نړېواله همکاري اړینه ده،ت چي خپلو موخو ته ورسیږو.
د دې ترڅنگ چارواکې وايي، چي په روان کال کې له نزدې۱۰ زره هکتاره ځمکې څخه کوکنار اړول شوي دي، چې په دې موده کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۱۰۲ سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او۱۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل