1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: ۱۰۰۰۰ جریبه مځکه له کوکنارو پاکه شوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د کندهار ولایت چارواکي وايي چي د دغه ولایت په ټولو ولسواليو کي ئې د کوکنارو پر ضد سخت کمپاين پيل کړی دئ او په دې ترڅ کي ئې ۱۰۰۰۰ جریبه مځکه له کوکنارو څخه پاکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/14pO1
انځور: AP

کندهار ولایت والي توریالی ویسا، وايي چي د مخدره توکو پر وړاندي د مبازې وزارت په پلان کي وه چي سږ کال باید په کندهار کي ۱۰۰۰۰ جريبه مځکه له کوکنارو څخه پاکه سي. والي وویل چي دوی دغه کار تر سره کړی دئ او د کندهار ولایت په بېلابېلو برخو کي ئې ۱۰۰۰۰ جريبه مځکه له کوکنارو څخه پاکه کړې ده.

والي زياتوي چي د کندهار ولایت په ټولو سيمو کي د کوکنارو د بوټو د اړولو کمپاين په بریالۍ توگه تر سره سوی دئ او امنتي ځواکونو خپله وړتيا ښکاره کړې ده:

«موږ له يوې مياشتي راهیسي په ژړۍ، پنجوايي، ميوند، شاه وليکوټ، سپين بولدک، ارغنداب او ارغسان ولسواليو کي د کوکنارو پر ضد کمپاین خورا په شدت سره راپيل کړى دئ او ټاکل سوي موخي ته رسيدلي يو.»

توريالى ويسا د کندهار ولایت پر اوسیدونکو باندي ږغ کوي چي د کوکنارو په له منځه وړلو کي له افغان حکومت سره مرسته وکړي. په همدې حال کي د کندهار ولایت د نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې مسئول ګل محمد شکران، وايي چي د کوکنارو پر وړاندي به د دوى کمپاينونه روان وي:

«د تخريب بهیر به نور هم دوام پيدا کړي. په دې لارکي به له هيچا سره هم مراعت و نه سي. دا ځل ځکه موږ خپل هدف ته ژر ورسيدو چي اوس ټولي سیمي د مخالفانو له کنترول څخه وتلي دي او موږ ور ته رسیدلي يو.»

کندهار والي له مخدرو تکو سره د مبارزې پر وزارت ږغ وکړ چي په دې ولایت کي له کروندگرو سره مرستې وکړي. د ویسا په خبره د کندهار په ولایت کي ډیرو کروندگرو د مجبوریت له مخي د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده او که له هغوی سره مرسته وسي نو دغه کروندگر به د کوکنارو کښت پریږدي:

«د نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې له وزارت څخه مو هیله دا ده چي له کندهار سره خپلي مرستي جاري وساتي او هغه ژمني چي د کوکنارو د له منځه وړولو په اړه ئې له موږ سره کړي دي عملي کړي.»

د کندهار ولایت چارواکي په داسي حال کي له کوکنارو څخه د ۱۰۰۰۰ جريبه مځکي د پاکولو خبره کوي چي د دې ولایت کروندګر شکايت لري چې له دوى سره سوي ژمني نه دي عملي سوي.

د کندهار ولایت بزگران وایي چي دوى ته يوازي اصلاح سوي تخمونه ورکړل سوي دي، چې هم ورته هغه ورکول کیږي چي د کرهڼي وخت ئې تیر سوی وي.

ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش