«په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شتون يوازي د افغانانو اړتيا نه ده»
۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبهد بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۶) په کابل کې په یوه خبري غونډه کي وویل افغان ولس د ترهګرۍ پر وړاندي خپل حق مبارزې ته دوام ورکوي چې په دغه مبارزه کې باید نړېوال دوستان هم خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي:
«په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو او امریکا شتون هغه څه نه دی چې موږ هغه ته له افغانانو سره د خیرات یا د نورو هيوادونو د سخاوت په سترګه وګورو، افغانانو په هرحالت کې د سولي او ثبات له پاره خپلي هلي ځلي کړي دي.»
دا څرګندوني داسي مهال کیږي چي ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ په نسبتاً تونده لهجه یووار بیا د کابل – واشنګټن امنیتي تړون په اړه پر خپل دریځ باندي ټینګار وکړ.
د کرزي په وینا په هغه صورت کي که د افغانستان شرطونه پرځای نه شي او د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسليک شي نو دغه تړون به د ډیورنډ او ګندمک معاهدو په شان ناوړه پایلي ولري.
خو د دغو څرګندونو سره سره هم د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي پر یاد تړون د دواړو هيوادونو ترمنځ تماسونه دوام لري:
«زه خپله شخصاً له ډیرو جزییاتو څخه خبر نه یم، چي په دې تیرو څو ورځو کي څه پېښ شوي دي؟ خو په اطمينان سره دومره ويلای شم چي د دواړو هیوادونو او دواړو حکومتونو تر منځ اړيکي موجود دي او د دې شرایطو او ضمانتونو په هکله خبري اتري رواني دي.»
په همدې حال کې یو شمېر افغان سیاستوال د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د کابل - واشنګټن امنیتي تړون پر سر وروستۍ څرګندونې یوه تبلیغاتي جګړه بولي.
د هغوی په وینا دغه وضعیت په افغانستان کې پانګوني او د کار زمینې له زیان سره مخامخ کوي، چې باید ډیر ژر د پای ټکی ورته کښېښوول شي.