1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داودزی: که واشنګټن غواړي تړون لاسليک سي کابل ته دي راسي

خليل الرحمن اميد۱۳۹۲ دی ۲۸, شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي چي د امنيتي تړون پر سر د خبرو له پاره دي د امريکا لوړپوړي چارواکي افغانستان ته راشي. هغه ويلي دي چي دغه تړون د افغانستان او امريکا پر منافعو غېزه لري.

https://p.dw.com/p/1AtAJ
انځور: Getty Images/AFP

د افغانستان د کورنيو چارو وزير عمر داودزي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۸) د يوه امنيتي سيمينار پر مهال وويل چې له امريکا سره د امنيتي تړون خبره د رسنيو له لاري نه، بلکې له نژدې څخه خبرو اترو ته اړتيا لري.

داودزي له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې دهمدې کړکېچن تړون د يو طرف ته کيدو په موخه دې د امريکا متحده ايالات، يو لوړ پوړ استازی افغانستان ته د خبرو اترو له پاره وروليږي:

«تراوسه مو لا زيات فرست له لاسه ورکړى نه دی، زما غوښتنه له دوست هيواد امريکا څخه دا ده چې هر څومره ژر چي کېدای شي يو لوړ پوړى پلاوى راوليږي چې پر يوه مېز سره کښېنو، خبري وکړو او په بېړنۍ توګه يوې داسي پايلامي ته ورسيږو چې له دې سردردي حالت څخه خلاص شو.»

وزيرهمدار راز وايي چې دا تړون د افغانستان په سرنويشت، په سيمه کې د هغه پر اړيکو او د سيمې په کچه د امريکا په منافعو پورې مستقيمه اړه لري چې بايد يوه اړخ ته شي.

په ورته وخت کې د کابل يو تن سياسي شنونکى معين مرستيال هم داودزي ته ورته نظر لري او وايي چې د امنيتي تړون دا ډول خبري مخکي له دې چي رسنيو ته راووځي بايد د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو تر منځ په پټه توګه هواري شوي وي.

مرستيال وايي اوس هم وخت شته او بايد خبري اتري وشي خو زياتوي چي امکان لري د کورنيو چارو وزير ته د ولسمشر له خوا دا مشوره ورکړل شوې وي چې د امريکا لوړ پوړي چارواکي د خبرو له پاره راوغواړي:

«دا د وزير له صلاحيت څخه لوړه خبره ده خو د کورنيو چارو وزير يو مقتدر او د ولسمشر د باور کس دى چې کېدای شي ولسمشر ورته دا مشوره ورکړې وي چي له امريکايانو څخه د خبرو اترو غوښتنه وکړي، خو په هر ډول چې وي دا ښه اقدام دى او بايد د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو تر منځ خبري اتري وشي.»

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزير د دغه څلور ورځني امنيتي سيمينار په مراسيمو کې وويل چې سږ کال د مخالفينو له پاره ډير مهم دى ځکه نور ژمي به يې په پاکستان کې په روزنه تيرول او وروسته به يې په توده هوا کې په افغانستان کې جګړې کولي خو اوس يې ان په ژمي کي بريدونه پيل کړی دي. هغه زياته کړه چي د امنيتي کمربند لمن بايد د افغانستان سرحدونو ته وغځول شي:

«دا ژمى له هغو سره توپير لري چې تيرشول، هغه ژمي چي تير شول دوښمن هم په دې فکر کي وو چي د ژمي په يخه هوا کي پاکستان ته ولاړ شي روزنه تر لاسه کړي او له نوي توپک سره به په پسرلي کې افغانستان ته د جنګ له پاره راځي خو سږ کال هغوى هم همدلته دي. دا بايد وروستى کال وي چې دښمن د ژمني د استراحت له پاره ځي او بيرته راځي، دښمن بايد په تورخم، غلام خان او سپين بولدک کې راوګرځول شي.»

بل پلو بيا سياسي شنونکى معين مرستيال راتلونکي ټاکنې په امنيتي تړون پوري تړلي بولي او وايي چې که دغه تړون له امريکا سره لاسليک نه شي نو نا امنۍ به د ټاکنو پر وړاندي يو لوى خنډ وګرځي.

د کورنيو چارو وزير په داسې حال کې له امريکايي استازو څخه د خبرو اترو په موخه د راتګ غوښتنه کوي چې څو ورځي وړاندی هم د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ويلي ول چي پرخپل دريځ ولاړ دى.