«په افغانستان او عراق کي مي پر خلکو زړه سوی نه لاره»
۱۳۹۴ خرداد ۱۸, دوشنبه
د نیوز تریبیون ورځپاڼي هغه لیک ترلاسه کړی دی چې رابیرت بالز د لویس مکچورد پوځي اډې لوی چارواکو ته لیکلی دی او په ليک کې يې له هغوی څخه غوښتي دي چې د ده د عمري بند سزا راکمه کړي.
بالز په دغه لیک کې چې تیر کال لیکل شوی دی لیکلي دي: «زما ماغزه جګړې خوړلي ول.» هغه زیاته کړې ده: «ما لس کاله جګړه او کرکه وکرله او د تاوتریخوالي حاصل ترې واخیست.» د لیک په یوه بلې برخه کې بیا راغلي دي: «اوس چې ما په زندان کې دوه کاله تیر کړل، په دې خبره پوهیږم چې هغه څه چې ما نورمال ګڼل، له نورمال حالته ډیر لیري ول.»
د امريکا د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې د روان کال په مارچ میاشت کې د بالز د جزا د کمښت غوښتنه رد شوه. اوس هغه کولای شي چې د پوځ استیناف محکمې ته ولاړ شي چې دوسیه يې له سره وڅېړي.
بالز د ۲۰۱۲م کال په مارچ میاشت کې د کندهار ولایت په زنگاوات کلي کې له خپلي پوځي اډې څخه تر وتلو وروسته د ۱۷ ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۲ کسه ویشتل او بیا یې وروسته یو شمیر مړو ته اور واچاوه.
دغي پیښې په افغانستان کې د خلکو سخته غوسه راوپاروله او مظاهرې پیل شوې. د دغو مظاهرو له کبله امریکایي ځواکونو په سیمه کې په موقتي توګه خپل عملیات ودرول.
بالز په یوه پوځي محکمه کې پر هغه باندي لګیدلي تورونه د دې په بدل کې چې ورته به د اعدام سزا نه ورکول کیږي ومنل. هغه په ۲۰۱۳م کال کې د خپل سزا د اوریدو پر مهال په یوه بیانیه کې بخښنه هم وغوښته. هغه پخپله بیانیه کې ویلي ول چې د ډیر شراب څښلو، د خوب ګولیو د خوړلو او همداراز د استوراید د خوړلو ستونزي لري.
د بالز په لیک کې راغلي دي: «زما د تیرو دوو کلونو بند په موده کې، زه په دې خبره پوه شوی یم چې د ولي جواب نه شته، یوازي درد دی او بس.»
بالز په خپل لیک کې ویلي دي چې د خپل وروستي ماموریت پر مهال ورته د خپلو عسکرو د له لاسه ورکولو ویره پیدا شوې وه. هغه لیکلي دي چې د خپلو ماموریتونو په ترڅ کې یې د هر هغه چا له پاره چې امریکایي نه وو، په وجود کې نفرت پیدا شو.
هغه ویلي دي چې په سیمه ییزو اوسیدونکو یې له دې کبله چې کیدای شي هغوی د امریکا د دښمنانو ملاتړ وکړي، شک پیدا کړ.
بالز لیکلي دي: «زه د هغوی پر وړاندي بې رحمه شوم. که څه هم هغوی انسانان ول خو زما له پاره هغوی ټول دښمنان ول. له سړي سره ټوله شپه پښیماني او ویره مل وي. د وخت په تیریدو سره ستاسو تجربې ستاسو تبعیض بیاوړی کوي.»