په افریقا کې ۵۰۰ کان کیدونکي وژغورل شول
۱۳۹۳ اسفند ۴, دوشنبهد اور له کبله بند پاتې شوي کان کیدونکي د یکشنبې په ورځ وژغورل شول. د هارموني د سرو زرو کان کیندني شرکت، یوه چارواکي ویلي دي: «موږ په دې ډیر خوشحاله یو چې ټول همکاران مو له کان څخه ژغورل شوي دي او هیڅ یو هم ټپی شوی نه دی.»
دغه کسان د «کارلیتون ویلي» سیمي ته نزدې په یوه کان کې تر هغه وروسته بند پاتي شول چې د سهار د ۷ بجو او ۴۰ دقيقو په شاو خوا کې په کان کې اور ولگید. د کان کیندنې شرکت چارواکو زیاته کړې ده: «زموږ کارکوونکي دغه شان یوه وضعیت ته روزل شوي دي.»
اور د ساختماني کارونو پر مهال ولگید
کله چې د کان کیدونکو د ژغورني عملیات روان ول نو جنوبي اقریقا جمهور رئيس پر خپلو هیوادوالو غږ وکړ چې خپلو کارگرانو ته دعاوي وکړي. هغه وویل: «زه پر ټولو سویلي افریقایانو باندي غږ کوم چې بند پاتې شوي کان کیدونکي په خپلو دعاگانو کې یاد وساتي.» ویل کیږي چې اور هغه وخت بل شو چې په کان د هوا د تازه ساتلو پر سیستم باندي کار روان وو.
د سویلي افریقا اقتصاد ډیر پر قیمتي فلزاتو ولاړ دی. د دې هیواد د سرو زرو صنعت شاوخوا څلور میلیارده ډالر ارزښت لري. د دې هیواد چارواکي وایي چې سویلي افریقا د ټولي نړۍ د سرو زرو نیمایي ذخیره لري.
د ۲۰۱۴م کال په فيبروري میاشت کې په سویلي افریقا کې نهه تنه ماین کیدونکي تر هغه وروسته ووژل شول چې د سرو زرو په یوه کان کې اور ولگید. تر دې مخکې په ۲۰۰۹م کال کې هم په یو بل کان کې ۸۲ کسان ووژل شول.