1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د لوگر چارواکي په فساد کي ښکېل دي»

خليل الرحمان امید۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

د لوگر ولايت د ولايتي شورا نوي وکيلان وايي چي په ولايت کي دي ئې اداري اصلاحت راوستل سي. د دوی په خبره په دغه ولايت کي يو شمېر چارواکي په مافيايي کړيو کي ښکېل دي.

https://p.dw.com/p/1Dyfs
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د لوګر د ولایتي شورا نوو وکیلانو نن چهار شنبه (۲۰۱۴م کال د ډسمبر ۱۲) په کابل کې له مرکزي حکومت څخه وغښتل چې په ولايت کې دي ئې د پراخ اداري فساد په سبب، اداري اصلاحات راوستل شي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ددغه ولایت درې چارواکي، والي، امنیه قوماندان او ښاروال د نا امنیو په دېرېدو او مافیايي ډلو کې ښکېل وبلل.

هغه وویل د لوګر تر مخکیني والي ارسلا جمال وروسته چې د وړم کال په اختر کې ووژل شو بیا تر اوسه د بیا رغونې په برخه کې کار نه دی شوی:

«په لوګر کې بیا رغونه په جدي توګه هیڅ نه ده شوې او کومې لویې پروژې چې د ارسلا جمال په وخت کې وې، لکه د برق، سړک جوړوني، هوايي ډګر او صنعتي پارک پروژه، دا ټولي پر هماغه حال پاته شوي او بیا چا کار نه دی ورته کړی. د دغه ولايت يو شمېر چارواکي، ځکه کار نه پرې کوي چې غواړي په پروژو کې ځان دخیل کړي او شریکان یې شي.»

دوی وايي چې غوصه ئې، ځکه راپارېدلې ده، چې د لوګر په مرکز پلعلم کې هغه شنه ساحه چې د «ګرین زون» له پاره ځانګړې شوې وه د همدغو درو کسانو له خوا وېشل شوې ده.

ستانکزي په زغرده وويل چې که د لوګر امنیت خوندي نه شي کابل به هم تر ګواښ لاندي شي: «که چیري لوګر ته پام ونه شي کېدای شي مرکز کابل هم له ستونزو سره مخامخ شي او هیڅ د بیا رغونې پروژه به په لوګر کې پلې نه شي.»

خو د لوګر والي نیاز محمد امیري څو ورځي دمخه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ول چې ولایتي شورا یې د کارونو او پرمختګ پر وړاندي خنډ ده او شخصي غوښتنې ترې کوي.

هغه دا هم ویلي ول چې په دغه ولایت کې د «کرومایټ» ډبري قاچاق کیږي او د نا امنیو له کبله د «میس عینک» پروژه هم په ټپه ولاړه ده.

د لوګر د میسوعینک تر ټولو لوی کان تړون له يوې چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی، چې د نا امنیو او ځینو نورو دلايلو له کبله یې چاري په ټپه ولاړي دي.

د کارپوهانو په نظر که د لوگر او ميدان وردگو ولايتونو امنيت ته پاملرنه ونه سي د کابل امنيت به هم خراب وي. د پوځي چارو کار پوه جنرال عتیق الله امرخېل له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چې د دغو دواړو ولايتونو له لاري کابل ته خطر متوجه دی.

د لوګر د ولایتي شورا استازي وايي، تر هغو به ولایتي شورا او مشرانو جرګې ته ولاړ نه شي چې مرکزي حکومت یې د ولایت له پاره عملي لاري چاري نه وي سنجولي.

د ولایتي شوراګانو په نوي قانون کې، استازو ته دا صلاحیت ورکړل شوی دی، چې د سیمه ییزي ادارې کارونه له نژدې وڅاري او رپوټ یې له مرکزي حکومت سره شریک او مشوره ورکړي.