په اسلو کې له طالبانو سره غیر رسمي خبري پای ته ورسیدې
۱۳۹۴ خرداد ۱۵, جمعه
د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، رسنیو ته په یوه لېږل شوي بریښنا لیک کې ویلي دي چې دغه خبري غير رسمي دي او د سولي مذاکرات نه شي بلل کیدای.
یوه افغان چارواکي اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د جون مياشتي پر دریمه او څلورمه نېټه د ناروې په اسلو کې د طالبانو د استازو او افغانانو تر منځ خبري د ناروې هيواد د اوږد مهالي هڅو يوه برخه ده.
دغه چارواکې زیاته کړې ده چې د اسلو په خبرو اترو کې د شکريې بارکزی او فوزیه کوفي په ګډون د پارلمان پنځو تنو غړو په مستقله توګه ګډون کړی وو.
دغه چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ویلي دي: «هغوی د افغان دولت د رسمي استازي غړي نه دي. دغه کسان یوې غیر رسمي غونډي ته ور بلل شوي دي، نه د رسمي استازي په توګه.»
دغه چارواکي دا خبره تائید کړې ده چې د اسلو په غونډه کې د پارلمان او سولي عالي شورا څو ښځینه غړو هم ګډون کړی وو.
د افغانستان د ولسمشرۍ مانۍ یوه بیانیه خپره کړې ده چې پکښې راغلي دي چې هر افغان اجازه لري چې هر وخت او په هر ځای کې د سولي له پاره کار وکړي.
په بیانیه کې راغلي دي: «موږ د دغو غیر دولتي خبرو هرکلی کوو. دغه خبري اتري د افغانستان د دولت استازیتوب نه کوي.»
د ناروي د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړې ده چې د بېلابېلو سابقه لرونکو افغانانو تر منځ په شخصي سطحه خبري شوي دي. دا په څلورو اونيو کې د طالبانو له استازو سره د کابل د استازو دریمه لیدنه ده. خو دواړه اړخونه ټینګار کوي چې تر سره شوي لیدني غیر رسمي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي خبرو اترو ته د طالبانو چمتو کول په خپلو لومړیتوبونو کې راوستي دي. هغه ویلي دي چې دغه بهیر به په روڼه توگه سره پر مخ یوسي.