1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې د پنځو طالب مشرانو برخلیک

اسوشیتد پرس/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

د CIA مشر ویلي چې په قطر کې د پنځو طالبانو چې تیر کال له گوانتامو زندان څخه د یوه امریکایي عسکر په بدل کې آزاد شوي وو د برخلیک په هکله له قطر سره خبری کوي. ویل کیږي چې قطر د هغوی د سفر بندیز په مؤقتي توگه غځولی دی.

https://p.dw.com/p/1FZv7
انځور: REUTERS/Al-Emara

اسوشیتد پرس خبري آژانس د چارواکو له قوله خبر ورکړی دی چې دغه بندیز به تر هغې وخته پر خپل ځای پاتې وي چې د یوه اوږد مهاله حل لارې له پاره دیپلوماتیکي خبرې اترې بشپړي شي. پر دغو پنځو طالب مشرانو د بندیز موده د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جون اوله) پای ته رسیده. د طالبانو دغه پنځه چارواکي په ۲۰۱۴م کال کې له گوانتامو زندان څخه د یوه امریکايي عسکر بو برگدال په بدل کې آزاد کړل شوي وو.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې د اوباما اداره له قطر سره یو تړون ته نزدې شوې ده چې پر طالب مشرانو بندیزونه د شپږو میاشتو له پاره وغځول شي او دغه څه به د شنبې او یکشنبې د ورځو په اوږدو کې اعلان شي. خو دا خبره لا تر اوسه څرگنده شوې نه ده چې ولې دغه تړون نه دی بشپړ شوی.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې مشر جان برینن، د خپل هیواد یوې تلویزوني شبکې ته وویل چې متحده ایالات او قطري چارواکي د دغو پنځو طالب مشرانو په هکله چې آیا افغانستان ته ستانه شي که نه، خبری کوي. برینن وویل: «زه غواړم ډاډه شم چې هغوی د ستنیدو په صورت کې بیرته جگړې ته مخ نه اړوي.»

دغه راز د اسوشیتد پرس خبری آژانس هم په خپل رپوټ کې د یوه امریکایي چارواکي چې هویت یې نه دی بربنډ شوی لیکلي دي چې امریکا متحده ایالات له قطري چارواکو سره په «نزدې تماس» کې دي، تر څو دا خبره یقیني کړي چې «دغه انفرادي کسان متحدو ایالاتو ته کوم گواښ نه پيښوي.» په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې دغه ټول پخواني بندیان په قطر کې دي او د هغوې پر سفر بندیز او څارنه پر خپل ځای پاتې کیږي.

د بندیانو د تبادلې د شرایطو له مخې دغه پنځه واړه بندیان د قطر هیواد ته واستول شول، چیرې چې د قطر حکومتي چارواکي پر دې راضي شوي وو چې د یوه کال له پاره د هغوی فعالیتونه وڅاري او له هیواد څخه د باندې یې د سفر کولو مخه ونیسي. د دې په بدل کې امریکایي عسکر بریگدال چې کابو پنځه کاله د طالبانو په بند کې وو آزادی شوی وو. بریگدال هغه وخت د طالبانو لاس ته ورغلی وو چې په افغانستان کې له خپلې پوځي اډې څخه وتلی وو. په تازه وختونو کې پر هغه باندې د تیښتې تور لگیدلی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې گواکې له دغو پنځو کسانو څخه یوه تن په تیر یوه کال کې په قطر کې د اوسیدو پر مهال له یاغیانو سره اړیکه نیولې ده. د دغو اړیکو په هکله هیڅ رنگه جزئیات نه دي په ډاگه شوي خو سپیني ماڼۍ دا خبره تائید کړې ده چې د طالبانو د یوه جگپوړي مشر څارنه زیاته کړی شوې ده.

د جمهوري غوښتونکو سناتور لېندسي گراهام، په وینا یو یا ډیرو بندیانو د روان میلادي کال په اوایلو کې د حقاني شبکې له غړو سره په قطر کې لیدلي دي. هغه ویلي دي چې دا د دې نښه ده چې دغه ډله غواړي له دغو په اصطلاح پنځه طالب بندیانو سره اړیکه ټینگه کړي او هغه ویلي وو چې دی داسې وړاندوینه کوي چې دغه پنځه واړه به د جگړې ډگر ته وروگرځي.

له دغو پنځو کسانو څخه څلور تنه یې د ملگرو ملتونو په تور لېست کې دي، چې دا کار د هغوی شتمني کنگل کوي او په جلا توگه د هغوی پر سفر بندیز لگوي. خو ملگرو ملتونو پخپله دا خبره کړې ده چې د دوی له سفري بندیز څخه سرغړونه شوې ده.