په اروپا کې ټولنیز توپیرونه لا پسې ډیر شوی دی
۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبه
په داسې حال کې چې په ۲۰۱۲ کال کې د اروپا جنوبي هیوادونه د مالي کړکیچ له کبله له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي، د هغوی شمالي ګاونډي هیوادونه نور هم بډایه شوي دي. دغه خبره د اروپايي ټولنې د اجرأیي کمیسیون په یوه رپوټ کې راغلې ده چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی دی.
د دې کمیسیون یوه غړي لازلو اندور، په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د بډایو او نادارو اروپايي هیوادونو تر منځ له ټولنیز اړخه واټن لا ډیر شوی دی. ښاغلي اندور زیاته کړه چې اوسني وضعیت ته په کتو سره راتلوونکې خواشینوونکې بریښي.
اندرو وویل چې له کړکیچ سره په مخامخو هیوادونو کې د بیکارۍ کچه مخ په لوړیدو ده او د خلکو عاید د کمیدو په حال کې دی. د دغه چارواکي په خبره په اروپايي ټولنه کې د بیکارۍ کچه د ۲۰۱۲ کال تر نومبر میاشت پورې ۱۱.۸ سلنه ته رسیدلې ده. هغه رباته کړه چې د اروپا جنوبي او شمالي هیوادونه د بیکارۍ د کچې له پلوه سره ډیر توپیر لري. اندرو په دې خبره ټینګار وکړ چې تر دې مخکې به په ټولو اروپايي هیوادونو کې د بېکاري کچه څه نا څه یوشان وه. دا په داسې حال کې ده چې اوس د اروپا په شمالي او جنوبي هیوادونو کې د بیکارۍ د کچې توپیر ان اوو سلنه ته رسیږي.
همداراز ویل شوي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې اوږد مهاله بیکارۍ د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۴.۶ سلنه لوړه شوې ده. د بیکاري کچه د نورو هیوادونو په پرتله په سلواکیا، هسپانیه، یونان او ایرلند کې ډیره لوړه ده.
اندرو وویل چې د هرو درو اروپایي هیوادونو په ډله کې په دوو کې یې د خلکو عاید راکم شوی دی. هغه د بیلګې په توګه له یونان څخه یادونه وکړه چې په کې له ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۲ کال پورې د خلکو په عاید کې ۱۷ سلنه کموالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپا په شمالي هیوادونو لکه آلمان، فرانسه او پولند کې خلکو په تیرو پنځو کلونو کې لا ډیرې پیسې ګټلې دي. اندور وویل چې ۲۰۱۲ کال د اروپا له پاره یو بل «بد کال» وو ځکه په دې کال کې د اروپا د بیلابیلو هیوادونو تر منځ ټولنیز ټوپیر لاپسې ډیر شو.