1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د زړو خلکو د فقر ډيرښت

محمد قاسم نوري (رالف بوزين)۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه

په اروپا کي شايد داسي کسان ډير لږ موجود وي چي د تقاعد پر مهال بې تشويشه او ارام ژوند وکړي. په داسي حال کي چي اروپايان ورځ تر بلي زړيږي د توليداتو کچه هم را کښته کیږي.

https://p.dw.com/p/17EDo
انځور: picture-alliance/empics

د هغو کسانو له پاره چي په شمالي افريقا کي په ډيرو خرابو شرايطو او فقر کي ژوند کوي، او يا تر سياسي تعقيب لاندي دي، اروپا ډير ښه او آرام ځای دی. دغه شان په زرونو انسانان خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي او د وچي او اوبو له لارو خپل ځانونه اروپا ته رسوي.

د دغو کسانو له پاره شايد دا کاملاً مجازي او درواغ معلوم سي، چي په اروپا کي د مخ پر زياتيدونکي زړښت د خطر او د هغوی د فقر په باب بحثونه کيږي. دا هم په داسي حال کي چي د اروپا په غربي هيوادونو کي د متقاعدينو د فقر او افريقايي بحراني هيوادونو د فقر تر منځ لږ تفاوت موجود دی.

واقعاً هم اروپا د يوه داسي پرمختګ او ودي په حال کي ده، چي د افريقايي مناسباتو په مقايسه ورڅخه ډيره ليري ده، خو په اروپا کي وختي لا د فقر د خطر زنګونه وهل سوي دي. د دغه ديموګرافيک تحول نتيجه نه يوازي ډيره زړه ټولنه او زړښت دی، بلکي د يورو بحران هم دغه اجتماعي سيستم تر فشار لاندي راولي.

«د زړښت د وخت فقر نه يوازي د يورو بحراني هيوادونه له خطر سره مخامخ کوي، بلکي بريتانيا هم»
«د زړښت د وخت فقر نه يوازي د يورو بحراني هيوادونه له خطر سره مخامخ کوي، بلکي بريتانيا هم»انځور: DW

په داسي حال کي چي د بېکارانو تعداد ډيريږي، بيا په ډيرو اروپايي هيوادونو کي زړو خلګو ته لږ کارونه پيدا کيږي. د دې کار په نتيجه کي د تقاعد پيسې هم ورځ په ورځ راکميږي.

د اروپايي ټولني د کميشنرۍ د ارقامو پراساس په اروپا کي د هغو کسانو تعداد چي تر۶۰ کلونو اضافه عمرونه لري، د کاله ورباندي دوه ميليونه نور هم اضافه کيږي او په دې ډول د۱۰ کلونو دمخه په مقايسه دوه چنده دي.

همدا اوس لا د اروپايي ټولني هيوادونه خپل۱۰فيصده ملي ناخالص عايدات متقاعدينو ته ورکوي، چي د هغوی برخه به نوره هم لوړه سي. په اوس وخت کي په اروپايي ټولنه کي ۱۲۰ميليونه متقاعدين ژوند کوي، چي دا د ټوله نفوس۱۴ فيصده تشکيلوي. همدا څو کلونه دمخه لا د متقاعدينو د غربت موضوع د ډيرو ملتونو، لکه جرمني يا انګلستان ستونزه نه بلل کېده او له هغو سره يې ارتباط نه ورکاوه. خو اوس ډيری انسانان د خپلو کارونو تر لاسه ورکولو وروسته نه يوازي د ټولنيز سقوط، بلکي د ژوند د بقا له خطر سره هم مخامخ دي.

د برلين د فريد ريش اِبرت د علمي مؤسسې غړی ميشائيل ډودرستيدد له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«که څه هم ددغه غربت دقيق ارقام نه دي معلوم، ځکه چي د فقر سرحد بندي د هر اروپايي هيواد له خوا تعينيږي، خو په اکثرو هيوادونو کي د زړښت د درجې له مخي سړی اټکل کولای سي چي دغه خطر به نورهم ډيرسي.»

دودرستيدد وايي، چي د اوسنيو معلوماتو پراساس په هسپانيه، پرتګال او طبعاً يونان کي د فقر درجه نسبتاً لوړه ده: «موږ په دغو هيوادونو کي له۲۰ څخه تر ۲۷ فيصدو پوري د فقر اټکل کولای سو. سړی کولای سي ووايي چي دغه حالت به د سپما د پروګرام په نتيجه کي نور هم خراب سي. زه په دسمبر کي په يونان کي وم او راته معلومه سوه چي هلته د تقاعد معاش ډير راکم سوی دی.»

د فريد ريش ابرت د علمي مؤسسې د دغه رپوټ پر اساس د زړښت د وخت فقر نه يوازي د يورو بحراني هيوادونه له خطر سره مخامخ کوي، بلکي بريتانيا هم. هلته دولتي سهم ډير لږ دی او متقاعدين مجبوره کيږي چي اضافي شخصي بيمې وتړي، چي د دې کار امکانات بيا اکثره کسان نه لري.

د زړښت له فقر څخه بيا په ګرده اروپا کي زيادتره ښځي متاثره کيږي. که څه هم دوی ته د مساوي کار په مقابل کي بايد مساوي معاش ورکړل سي، خو دا کار بيا په عمل کي بل ډول دی. دوی مثلاً په اروپايي ټولنه کښي د نارينه وو په مقايسه د عين کار په مقابل کي ۱۷ فيصده لږ معاش اخلي چي په دې ډول وروسته، لږ تقاعد هم ترلاسه کوي.