پنیټا د امریکا درویشتم د دفاع وزیر وټاکل شو
۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبهپنیټا CIA کي د خپلي کاري دوري پر مهال، د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، په پاکستان کي پیدا کړ او د هغه د وژنی عملیات یي په لاره واچول.
پنیټا اوس 73 کلن دی. دی به د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو زوړ د دفاع وزیر وي. پنيټا د امریکا له کلفورنیا څخه ده او د 2009 کال څخه را په دي خوا یي د امریکا د استخباراتی شبکي مشرۍ په غاړه درلوده.
په CIA کی د هغه د مشرۍ په دوران کي پاکستان او افغانستان کي د امریکایي بی پیلوټو الوتکو څخه په لوړه کچه کار اخیستل پیل شول.
پنیټا د رابریټ ګیټس پر ځای د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر وټاکل شو. ګیټس د پنجشنبي په ورځ له دغي دندي څخه تقاعد وکړ.
د CIA څخه د پنیټا په تللو سره به، په افغانستان کي د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو قوماندان، دیوید پیتریوس، د هغه دنده په غاړه واخلي.
د امریکا په استخباراتي شبکي کي د پنیټا تر تولو لویه لاس ته راوړنه، پاکستان کی د القاعدي د شبکي د مشر، اسامه بن لادن، پیدا کول او د هغه د وژنی د عملیاتو په لاره اچول ؤ.
د پنیټا مور او پلار امریکا ته له ایټالیا څخه مهاجر شوي ول. پنیټا بیا د کلفورنیا په مونتیري کي نړي ته راغلی دی.
مخکي له دي چي پنیټا د امریکا په پوځ کي شامل شي هغه د حقوقو زده کړي کړي وي او د وکیل په توګه يي کار کاوه.
د پنیتا سیاسي کارونه په 1966 کال کي پیل شول. هغه مهال پنیټا د یو جمهوري غوږتونکي سناتور سره کار کاوه، خو په 1971 کال کي پنیټا د دیموکراټانو سره یو ځای شو.
وروسته بیا پنیټا په مستقله توګه خپل سیاسي کارونه پیل کړل او په 1976 کال کي يي د کلفورنیا څخه د امریکا کانګرس ته لاره پیدا کړه. هغه د امریکا په کانګرس کي تر 1993 کال پوري پاتي شو.
پنیټا وروسته له هغي چي د امریکا له کانګرس څخه ووت، د هغه وخت ولسمشر، بل کلنتن سره یی په سپینی ماڼۍ کي کار پیل کړ.
د 1994 کال څخه تر 1997 کاله پوري هغه د ولسمشر کلنتن د اداري چارو د ریس په حیث پاتی شو.
وروسته له هغي چي پنیتا په سپیني ماڼي کي خپله دنده پای ته ورسوله، هغه د یو څو مودی لپاره د امریکا د سیاسی صحنی څخه لری پاتی شو، خو وروسته بیا د عراق د جګړي د ارزونی د ډلی په چوکاټ کي یو ځل بیا سیاست ته راداخل شو.
کله چي په 2008 کال کي بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه پنیټا د امریکا د استخباراتي شبکي د مشر په حیث وګماره.
د امریکا د نوی د دفاع د وزیر په توګه به د پنیټا تر تولو لوي کار په راتلونکو څو کلونو کي افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو راښکل وي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی/ عبدالباري حکیم