1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د امنيت کابينی بدلون وموند

۱۳۹۰ اردیبهشت ۹, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د خپل ملي امنيت په تيم کي بدلون راوست او له دي سره د افغانستان په اوږده جګړه کي د هغه د خپلي خبري له مخي د يو «نوي پړاو» بندوبست وکړترڅو هغی ته د پای ټکي کيږدي

https://p.dw.com/p/115E0
U.S. President Barack Obama د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ملی امنیت د تیم د دو نورو غړو لاین پانتیا او جنرال دیوید پیترایس announces shifts in military and intelligence leadership in the East Room of the White House in Washington, DC, on April 27, 2011. Obama announced CIA Director Leon Panetta (C) to replace Robert Gibbs as Defense Secretary and Gen. David Petraeus (R) will replace Panetta at the CIA. UPI/Roger L. Wollenberg Photo via Newscom picture alliance
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ملی امنیت د تیم د دو نورو غړو لاین پانتیا او جنرال دیوید پیترایسانځور: picture alliance/Newscom

دغه بدلونونه په داسي حال کي اعلانيږي چي د امريکا اوسني د دفاع وزير به د روان کال په جون مياشتي کي تقاعد وکړي. بارک اوباما ديويد پيتريوس چي اوس مهال په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان دي، د امريکا د استخباراتي اداري «سي اي اِي» د مشر په توګه و نوماوه او د دغه سازمان اوسني مشر، لاين پانيتا، ته یی د امريکا متحده ايالاتو د دفاع د وزير دنده ورکړه.

د افغانستان د جګړي د مشري دنده چي اوس مهال يي د پيتريوس په غاړه ده، جان الين ته وسپارل شوه.

دغه مهم بدلونونه په داسي حال کي منځ ته راځي چي بارک اوباما غواړي د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري او ډير شمير امريکايي عسکر خپل هيواد ته وغواړي.

د امريکا په حکومت کي د دغو مهمو بدلونونو اعلان وروسته له هغی وشو چي يو افغان پيلوټ 8 امريکايي وګړي په افغان پلازميني کابل کي د يوي لفظي شخړي وروسته ووژل.

يو امريکايي چارواکي وویل چي بارک اوباما د دغو نويو بدلونو لپاره ډير پياوړي کسان انتخاب کړل. پنيټا 72 کاله عمر لري او پخوا يي د سپيني ماڼي د حکومتي چارو د ريس په توګه دنده تر سره کړي. ده د متحده ايالاتو په کانګرس کي د کلفورنيا د استازي په توګه هم دنده درلوده. پنيټا يو له هغو محدودو کسانو څخه دي چي کولاي شي د ګيټس ځاي ډک کړي. د ده لومړني دنده به د اوباما د هغي ستراتيژي پلي کول وي، چي په ترڅ کي يي د پنتاګون د بودجي څخه 400 بيليونه ډالر کميږي.

هغه کسان چي پرون ناوختی د اوباما لخوا دغو کليدي پوستونه ته ونومول شول بايد د امريکا د کانکرس لخوا هم تایيد شي ترڅو دوي خپلی دندی په قانوني ټوګه پيل کړي. ښايي اوباما د کانکرس د تاييد په ترلاسه کولو کي د کومي خاصي ستونزي سره مخ نشي، ځکه چي ډير شمير امريکايي سناتورانو د اوباما د نوي تيم د کار له پيلولو سره ليوالتيا ښودلي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم