1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون د ۲۰۱۳ کال له پاره د پوځي بودجې کموالی غواړي

۱۳۹۰ بهمن ۷, جمعه

د امریکا د دفاع وزارت په خپلو پوځي لګښتونو کي د یو ستر کموالي اعلان وکړ. د دغه پلان له مخي به په راتلونکو پنځو کلونو کي د متحده ایالاتو په پلیو ځواکونو کي ۷۰ زره او په سمندري ځواکونو کي ۲۰ زره کموالی راشي.

https://p.dw.com/p/13rbB
په دې ترڅ کي به امریکا د خپلو ځواکونو او تجهیزاتو په شمیر کموالی راولي
په دې ترڅ کي به امریکا د خپلو ځواکونو او تجهیزاتو په شمیر کموالی راوليانځور: dapd

د متحده ایالاتو د اوږد مهالو پلانونو له مخي په دفاعي لګښتونو کي تر نیم تریلیون ډالرو پوري سپما وشي. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټا پرون وویل چي د ۲۰۱۳ کال له پاره وړاندیز شوې بودجه د ۲۰۱۲ کال له تصویب شوې بودیجي څخه هم کمه ده.

په وړاندیز شوې بودیجه کي پنتاګون د یوي اساسي بودیجي په توګه د ۵۲۵ ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده. دا په تیرو لسو کلونو کي د امریکا د دفاع وزارت تر ټولو لږه بودیجه ده.

د ۲۰۱۲ کال دفاعي بودجه ۵۳۱ ملیارده ډالره ده. په دفاعي لګښتونو کي به دغه کموالی د متحده ایالاتو پر یو شمیر پوځي تأسیساتو باندي اغیزه وکړي.

د دفاع وزیر لیون پنیتا وویل: «اشتباه باید ونه شي چي کومه سپما چي موږ پیشنهاد کړې ده هغه به پر ټولو ۵۰ ایالتونو باندي اغیزه وکړي.»

خو پنیتا له خپل دغه اقدام څخه دفاع وکړه او ویویل چي د ۲۰۰۱ کال تر سپتمبر څخه وروسته شرایط بدل شوي دي:

«د سپتمبر د یولسمي تر پیښي پخوا زموږ د پوځي ځواکونو شمیر لوړ وو، خو موږ پریکړه وکړه چي په دې شمیر کي کموالی راولو. ښکاره ده چي د ظرفیتونو کموالی ځیني خطرونه هم له ځانه سره لري. خو موږ فکر کوو چي دا خطرونه مو په پام کي نیولي دي. که چیري موږ د پیښو او ګواښونو پر وړاندي په ګړندۍ توګه عمل وکړو، نو د ظرفیتونو د کموالي دغه تشه ډکیږي.»

امریکا له عراق څخه خپل سرتیري راوایستل او له افغانستان څخه ئې د سرتیرو د ایستلو لړۍ ئې پیل کړې ده. د پنتاګون ستراتيژي دا ده چي له یو کوچني خو غښتلي پوځي ځواک سره وروسته له دې د آسیا د پاسیفیک او د منڅني ختیځ سیمو ته پام واړوي.

د متحده ایالاتو پوځ پرون اعلان وکړ چي تر ۲۰۱۷ کال پوري به ۹۰ زره سرتیري له خپلو دندو ګوښه شي.

د بودجوي سپما د پلان له مخي له به ځیني جنګي بیړۍ او الوتکي له فعالیت څخه وایستلي شي او د نوو بیړیو د جوړولو پلانونه به هم وځنډول شي او یا په ټولیزه توګه به له پامه واچول شي.

د متحده ایالاتو کانګرس او حکومت تیر کال موافقه وکړه چي په راتلونکو لسو کلونو کي په دفاعي بودجه کي ۴۸۷ ملیارده ډالره کموالی راولي.

عبدالباري حکیم (دویچه ویله، رویترز، د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش