1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا سنا نوې دفاعي بودجه او د قوانینو مجموعه تصویب کړه

۱۳۹۰ آذر ۲۵, جمعه

د امریکا سنا د دغه هیواد دفاعي بودجه او د قوانیونو مجموعه تصویب کړه. اوس به ولسمشر اوباما دغه بودجه او قوانین توشیع کړی ترڅو اجرایوي صلاحیت تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/13U0V
دغه بودجه به د ولسمشر اوباما لخوا د توشیع وروسته اجرایوي صلاحیت تر لاسه کړي
دغه بودجه به د ولسمشر اوباما لخوا د توشیع وروسته اجرایوي صلاحیت تر لاسه کړيانځور: picture alliance/dpa

د امریکا د متحده ایالاتو سنا د پنج شنبي په ورځ د دغه هیواد ۶۶۲ میلیارد ډالري دفاعي بودجه تصویب کړه. سنا همدا راز اسلام آباد ته د واشنګټن ۷۰۰ میلیون ډالره مالي مرستې هم کنګل کړې او د ایران پر مرکزي بانک یې سخت تحریمونه وضع کړل.

د متحده ایالات سنا د یوې نامعلومې مودې لپاره د تروریستي فعالیتونو د شکمنو کسانو توقیفولو سره موافقه وښوده.

دغه بودجه او د قوانیونو مجموعه به وروسته تر هغې چې د ولسمشر اوباما لخوا توشیع شي، قانوني اجرایوي صلاحیت تر لاسه کړي.

اوس به نو دغه بودجه او د قوانیونو مجموعه ولسمشر اوباما ته د توشیع لپاره و استول شي. اوباما تر دې وړاندې ګواښ کړی وو چې د دغې بودجې او د قوانیونو د مجموعي بخوانۍ بڼې به د خپل ویتو د حق په واسطه باطل کړي، خو اوس د هغه ویاند وایي چې اوباما به دغه امنیتي بودجه توشیع کړي.

د سنا لخوا په نوو تصویب شوو قوانیونو کې راغلي چې امریکا کولای شي القاعدي پورې ټړلي کسان د یوې نامعلومې مودي لپاره په پوځي زندانونو کې وساتي. خو په نوې بل کې بیا القاعدې پورې تړلي امریکایي وګړي له دغه برخه لیک څخه جلا شوي دي.

نوې قوانین به پاکستان ته د امریکا څه نا څه ۷۰۰ میلیونه ډالر مرستې هم کنګل کړي. د دغو مرستو د کنګلولو لامل د پاکستان لخوا د «په کور کې جوړ شوو مایونونو» په وړاندې د جدې اقداماتو نه کول په ګوته شوي دي.

دغو ماینونو په افغانستان کې د ډیرو امریکایي سرتیرو ژوند له کواښ سره مخامخ کړی دی. د «په کور کې جوړ شوو ماینونو» لومړني مواد له پاکستان څخه افغانستان ته په قاچاقي ډول انتقالیږي.

پاکستان تر دې پخوا د امریکا لخوا دغه هیواد ته د مرستو د کنګلولو په وړاندې په قهر سره عکس العمل ښودلې وو. اسلام آباد ته د امریکا د مرستو کنګلیدل ښایې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي د لا پسې خړې کړي.

د متحده ایالاتو د سنا لخوا تصویب شوې نوي بودجه او د قوانینو مجموعې د ایران پر مرکزي بانک هم ډیر سخت بندیزونه وضع کړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نسیم صابر