مخکمې بیا ګیلاني تورن کړ
۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعهد پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني، د پنج شنبې په ورځ پارلمان ته وویل چې هغه به د محکمې په وړاندي حاضر شي. د پاکستان ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې یوسف رضا گیلاني د فبروري په ۱۳مه نیټه راوبلي.
که پر گیلاني باندي لگول شوی تور ثابت شي نو کیدای شي چې هغه له خپلي دندي کوښه او په شپږو میاشتو بند محکوم شي.
د پاکستان ستري محکمې د ۲۰۰۹م کال راهیسي له دولت څخه غوښتي دي چې د سویس له هیواد خخه وغواړي چي د ولسمشر آصف علي زرداري پر وړاندي د درغلیو دوسیه پرانیزي. خو دولت د دغه کار له تر سره کولو څخه ډډه کوي او وایي چې ولسمشر د محاکمه کیدو څخه خوندی دئ.
د گیلاني وکیل اعتزاز احسن، د پنج شنبې په ورځ کوښښ وکړ چې د محکمې قاضیان په دې قانع کړي چې د لومړي زیر پر ضد د محکمې د سپکاوي تور له منځه یوسي، خو له پنځو ساعتونو بحثونو وروسته محکمې پریکړه وکړه چي دغه تور پر ګیلاني ولګوي.
د دولت ملاتړ کوونکي وایي چې محکمه کوښښ کوي چې ولسمشر زرداري له خپلې څوکۍ کوښه کړي او دلیل ئې د قاضی القضات او ولسمشر تر منځ ترینګلیتا په گوته کوي. د دې سربیره هغوي دا ادعا هم کوي چې د پاکستان پوځ د پردي تر شا پر دولت فشار ډیر کړي دﺉ.
سربیره پر دې د پاکستان د پوځ په لیوالتیا، محکمې د یوې بلي دوسیې په څیړلو هم زرداري له گواښ سره مخامخ کړی دﺉ. دغه دوسیه د هغه غیر رسمي لیک په اړه ده چې په کې له پینټاگون څخه د پاکستان د ملکي حکومت پر وړاندې د پوځ له لوري د احتمالي پوځي کودتا پر وخت د مرستي غوښتنه شوې وه. دا په داسي حال کي ده چې د پاکستان دولت په دې اړه هر ډول تورونه ردوي.
د امریکا متحده آیالات له پاکستان څخه غواړي چې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړي. د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ځکه مهم ګڼل کیږي چې دغه هیواد د اورپکو له ډلو سره قوي او تاریخي اړیکي لرلي چې د ډیرو کسانو په آند دغه اړیکي تر اوسه پوري دوام لري.
دا په داسي حال کې ده چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري د پنج شنبې په ورځ وویل چې که چیري افغان دولت وغواړي چې هیواد ئې پر طالبانو او د هغوی پر ملگرو فشار راوړي چې د سولي له بهیر سره یو ځای شي دوي دې کار ته چمتو دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش