1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون ته د یوه پاکستانی لیک پر سر لانجه

۱۳۹۰ دی ۱, پنجشنبه

دهغه ليک پر سر افتضاح چي گويا په هغه کي د متحده ايالاتو دفاع وزارت ته په پاکستان کي د يوې پوځي کودتا خبرداری ورکړل سوی دئ، د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداری راتلونکی له ګوا ښ سره مخامخ کړی دﺉ

https://p.dw.com/p/13XZ5
د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری
د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداریانځور: pa / dpa

د پاکستان ستره محکمه به په روانه اونۍ کي پر دې باندي غور کوي چي دغه ليک د چا له خوا د متحده ايالاتو دفاع وزارت ته استول شوی دئ.

په پاکستان کي سياسي کړکېچ نه يوازي د ولسمشر اصف علي زرداري راتلونکي ته ګواښ پېښ کړی، بلکي د امريکا متحده ايالاتو، چي هڅه کوی په افغانستان کي ثبات رامنځ ته کړي، پر خړو پړو اړيکو باندي نور هم فشار زيات کړی دئ.

دغه ليک د اسلام اباد او واشنګټن پر خړو پړو اړيکو باندي لا توره وريځ خوره کړې ده. په عين وخت کي دې افتضاح د پاکستان لړزېدلي ديموکراسي ته ګواښ پېښ کړی.

په واشنګټن کي د هيريتج فونديشن په نامه څېړنيز مرکز کار پوهه، ليزا کرتيز چي پخوا د CIA او د بهرنيو چارو د وزارت ماموره وه، وايي:«دا سي ښکاري چي ددې ليک موضوع د پاکستان او متحده ايالاتو پر اړيکو باندي ډيره ناوړه اغيزه کړې وي.»

ليزا زياتوي:« په واشنګټن کي ډيری پاليسي جوړونکي په دې باور دي چي ښايي هغه کسان د دې ليک تر شا ولاړ وي، چي هڅه کوي په پاکستان کي د ديموکراسۍ د ودي مخه ونيسي.»

زرداري چي د دوشنبې په ورځ په دوبي کي تر درملني وروسته بيرته خپل هيواد ته ستون شو، د نوموړي ليک په هکله له پوښتنو سره مخ دئ.

ويل شوي دي، چي د يوې پوځي کودتا د خبرداري دغه ليک د يوه په خټه پاکستاني امريکايي سوداګر له خوا د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي پوځي چارواکي ته د ۲۰۱۱ کال په پيل کي ورکړل شوی دئ، په دغه ليک کي له متحده ايالاتو څخه د پوځي کودتا د مخنيوي د مرستي غوښتنه شوې.

نوموړي سوداګر ادعا کړې چي دا ليک په واشنګټن کي د پاکستان د پخواني سفير، حسين حقاني له خوا هغه ته ورکړل شوی وو. حقاني چي د همدې افتضاح له امله يې له خپلي دندي استعفا وکړه دا ادعا ردوي.

که چيري روانه قانوني څېړنه ثابته کړي چي رښتياهم حقاني ددې ليک اصلي سرچينه ده، د ولسمشر په توګه آصف علي زرداري ښايي له هغه څخه يو ډول محافظت وکړي، خو د کار پوهانو په نظر دې افتضاح د پاکستان پوځ سخت په غوصه کړی، چي ښايي د زداري د مقام په بيه تمامه شي.

د زرداری سیاسی مخالف نواز شریف
د زرداری سیاسی مخالف نواز شریفانځور: Abdul Sabooh


له بلي خوا دغه سياسي لانجه په داسي وخت کي بيا توده کيږي چي امريکايي پلټونکي د پاکستان پر يوه سرحدي پوسته باندي د ناټو د نومبر د مياشتي د بريد په اړه د خپلو تحقيقاتو نتايج اعلانوي. په دغه بريد کي ۲۴تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول.

د بارک اوباما ادارې د نوموړي ليک په هکله د چوپتيا سياست غوره کړی دئ او ښايي وجه ئې هم د واشنګټن او اسلام اباد د اوږدې مودې خړو پړو پاته شوو اړيکو له امله وي. د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د نوموړي «ليک افتضاح» د پاکستان د حکومت کورنۍ موضوع ده.

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت وياند، جورج ليتل، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او متحده ايالاتو اړيکو ته يوه عمومي اشاره وکړه او ويې ويل، متحده ايالات لا تراوسه په دې هڅه کي دي چي يو لړ«سختي ستونزي» له دغه هيواد سره حل کړي. هغه يادونه وکړه:«دا البته آسان کار نه دئ خو په کوښښ سره کيدای شي چي يو حل ته ورسيږو.»

اوس داسي هم ويل کيږي، چي د پاکستان ستري محکمې ته ددغه ليک موضوع د آصف علي زرداري د سياسي مخالف، نواز شريف له خوا وړاندي شوې ده.

کار پوهان وايي چي ښايي شريف هڅه کوي له دې لاري پر زرداري باندي سياسي فشار زيات کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل