«پاکستان ته دې مرستي په حقاني شبکې ځپلو پوري مشروطي شي»
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعهد مالي مرستو دغه بسته د ملي دفاع تصویب یا NDAA نومیږي چې ۶۰۲ میلیارده ډالر ده. دا بسته د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو مجلس له خوا تصویب شوه چې پکښې راغلي دي چې امریکا متحد ایالات به پاکستان ته تر هغه وخته پوري۴۵۰ میلیونه ډالر مرستې ور نه کړي چې دغه هیواد د حقاني شبکې د ځپلو له پاره لا ډېر اقدامات و نه کړي.
امریکا متحد ایالات د حقاني شبکه، یوه ترهګره ډله او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو او افغان دولت له پاره ګواښ بولي.
د دې قانون له مخې باید د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون تائید کړي چې پاکستان د حقاني شبکې د ځپلو له پاره عملیات کوي او ورته اجازه نه ورکوي چې له شمالي وزیرستان څخه د پټنځای په توګه کار واخلي. پر دې سربیره ویل شوي دي چې پاکستان باید د حقاني شبکې پر وړاندي خپله جګړه له افغان حکومت سره همغږې کړي.
کله چې د استازو مجلس دغه قانون تصویباوه، نو له پاکستان سره د مرستو په برخه کې یې څلور اصلاحات راوستل چې د مجلس له خوا تصویب شول.
په دې قانون کې له پاکستان سره د مرستو یو اضافه شوی شرط دا دی چې د امریکا حکومت باید تائید کړي چې پاکستان د حقاني شبکې لوړ پوړو او منځنی مشرانو د نیولو او محکمه کولو هڅې پیل کړي دي.
پر دې سربیره دا هم د یوه شرط په توګه راغلي دي چې پاکستان باید د امریکا متحدو ايالاتو له مرستو څخه د لږکیو د ځپلو له پاره کار وا نه خلي. پر دې سربیره له پاکستان څخه غوښتل شوی دي چې هغه ډاکټر هم آزاد کړی چې د اوسامه بن لادن په موندلو کې یې له امریکانانو سره مرسته کړې وه.
خو دا ددغه قانون وروستی بڼه نه ده، هغه باید د کانګرس له یوه بل قانون سره یوځای شي او بیا ولسمشر اوباما ته د توشیح له پاره واستول شي. ولسمشر اوباما کولای شي چې د هغه له توشیح څخه ډډه وکړي.