1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شپږو طالبانو د اعدام په اړه غبرګونونه

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

طالبانو ګواښ کړی دی چې د خپلو اعدام شویو ملگرو غچ به واخلي. افغان حکومت د یکشنبې په ورځ شپږ تنه د ترهګرۍ په جرم اعدام کړل. د بربنډ شویو اسنادو له مخې یو تن يې د القاعدې غړی، یو د حقاني شبکې او څلور تنه طالبان ول.

https://p.dw.com/p/1IkJ4
په کابل کي پلچرخي زندان
انځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

د طالبانو له خوا په یوه خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې «په زرونو مجاهدین له دښمن څخه د غچ اخیستلو له پاره چمتو دي». طالبان د مجاهدینو کلمه د خپلو جنګیالیو له پاره کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، ویلي دي چې اعدام شویو کسانو پر ملکي وګړو باندي بریدونه کړي وو او یا هم د امنیت له پاره ګواښ بلل کیدل.

په کابل کې تیره میاشت تر یوه خونړي ځانمرګي برید وروسته، ولسمشر غني ژمنه وکړه چې حکومت به یې د یاغیانو پر وړاندي سخت موقف غوره کړي. د ولسمشر تر وینا وروسته افغان امنیتي ځواکونو پر طالبانو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړ او کابل هم شپږ تنه د ترهګرۍ په جرم اعدام کړل.

د افغانستان کي د طالبانو اعدامول بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مشر امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼه کې دغه اقدام ستايلی او ویلي یې دي چې له دې سره به د افغان امنیتي ځواکونو مورال لا قوي شي.

خو د بشري حقونو له څار سازمان څخه احمد شجاع، بیا ویلي دي: «اعدامونه د تاوتریخوالي ضد یو پالیسې نه ده.» هغه زیاته کړې ده: «د افغانستان په څیر عیب لرونکو قضایي سیستمونو کې، هغوی [اعدامونه] بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ماموریت یا یوناما هم د یوې اعلامیې له خپرولو سره د دغو کسانو د اعدام په هکله «تاسف» ښوولی دي.

یوناما په خپله بیانیه کې ټینګار کړی دی چې داسې شواهد په لاس کې نه شته چې د اعدام سزا د ټولني له امنیت سره مرسته کولای شي. دې سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې په خپل عدلي نظام کې اصلاحات راولي او د اعدام سزا په عمر بند بدله کړي.