هیلري کلنټن د سږو په ناروغۍ اخته سوې
۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبهد سپټمر ۱۱ پیښې د یاد غوڼدې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو نوماندې هیلیري کلنټن، د ناروغۍ تر احساس کولو وروسته، غونډه تر پای ته رسیدو مخکې پریښوده.
اوس د هغې ډاکټر وايي چې کلنټن د سږو ناروغي لري. د همدې پیښې له امله د هغې د کمپاین ډلې پریکړه وکړه چې د کلنټن د کمپاین یوه غونډه هم وځنډوي.
د هیلري کلنټن روغتیايي حالت د امریکا د ولسمشرۍ ټولټاکنو په لړ کې د تیرې یکشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۱ پیښې په اړه په جوړو شویو مراسمو کې ډیر خراب شو او بیا د هغې ډاکټر وویل چې کلنټن د سږو په ناروغۍ اخته سوې ده.
کلنټن د سپټمبر ۱۱ پیښې په یاد غونډه کې له ګډون ۹۰ دقیقی وروسته له غونډې ووتله. د هغې د کمپاین ډلې په حواله ځکه چې کلنټن «د زیاتې تبې» احساس وکړ. د انترنټي پاڼو په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کيږې چې ۶۸ کلنه کلنټن په لاره سمه نه شي تلای او موټر ته د ختلو لپاره ورسره مرسته کیدله څو په نیویارک کې د خپلې لور کور ته انتقال شي.
د کلنټن ډاکټر، لیزا باردک په یوه اعلامیه کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره د تیرې جمعې په ورځ وروسته له هغې چې د حساسیت له امله ټوخیدله، معلومه شوه چې د سږو په ناروغۍ اخته سوې ده.
باردک وویل: «کلنټن د حساسیت له امله ټوخیږي. د جمعې په ورځ د هغې د دوامداره ټوخي په اړه له معایناتو وروسته څرګنده شوه چې هغه د سږو تکلیف لري.»
هغه زیاتوي چې کلنټن ته انټي بیوتیک ورکړل شوي دي او هغه ته د خپل کارونو د مهالویش د بدلون او آرام وړاندیز شوی دی.
د دوشنبې سهار په غونډه کې د هغې د بدن اوبه کمې شوي او د بدن تودوخه یې ډیره لوړه شوې وه. هغه وايي چې ما معاینه کړه او د هغې د بدن اوبه پوره شوي او په چټکی سره د رغیدو په حال کې ده.
وروسته له څو ساعتونو کلنټن د خپلې لور له کور څخه راووتله او خلکو ته یې ویل چې اوس ډیره ښه ده. له هغې وروسته هغه بیا خپل کور ته چې په چپاکوی کې دی او د نیویارک شمال ته په ۵۰ کلومترۍ کې پورت دی، ولاړه.
د کلنټن د کمپاین ډلې وویل چې د ناروغۍ له امله د هغې راتلونکې ناسته چې په کلفورنیا کې وه، ځنډول شوې ده. په پام کې وه چې هغه د دوشنبې په ورځ د کلفورنیا ایالت ته د کمپاین لپاره د مصارفو د ټولو په موخه سفر وکړي.
د روانې میاشتې په سر کې هغه مهال چې هیلري کلنټن د کمپاین په یوه غونډه کې ډیره وټوخیده، دغه دویمه پیښه ده. د لمړنۍ پیښې وروسته ډونلډ ټرمپ او د هغه پلویانو پر هیلري کلنټن تور پورې کړ چې ګواکې له سختې ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده او د ولسمشرې په توګه یې روغتايي حالت ښه نه دی.
دغه تورونه په ډیره بیا د کلنټن هغې پیښې سره تړل کیږي، په کومه کې چې کلنټن د ۲۰۱۲م کال د ډسمبر په میاشت کې بې هوشه شوه او له لویدو وروسته یې د لنډې مودې لپاره هر څه دوه دانې لیدل او د مغزو او کوپړۍ ترمنځ یې وینه را ټوله شوې وه.
د هغې ډاکټرانو ویلي وو چې هغه په بشپړه توګه روغه ده. هغوی همدا راز ویلي وو چې کلنټن د رګونو ستونزه لري او د وینې د نري کولو درمل ورکړل شوي ترڅو په بدن کې یې وینه سخته نشي.
د ولسمشرۍ د نوماندانو له ډلې څخه هیڅ یوه هم تر اوسه خپل روغتیايي اسناد نه دي خپاره کړي. ټرمپ چې ۷۰ کلن دي د خپل ډاکټر یو لیک خپور کړی وو چې پکې ویل شوي وو چې هغه «په نړۍ کې ترټولو د ښه صحت لرونکی کس دی چې ځان ولسمشری ته نوماندوي».