1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د خپل ملي امنیت پلان په اړه خبرې وکړې

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشرۍ ته د کانديدۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کانديد دونالد ترمپ ویلي دي چې د امریکا د مهاجرت قانون به اصلاح کړي. هغه د جرمني د مهاجرو پر سیاست هم نیوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/1Jiz0
Donald Trump bei seiner Rede in Ohio USA
انځور: Reuters/E.Thayer

دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ په اوهایو ایالت کې د ملي امنیت په اړه یوه اوږده بیانیه ورکړه. هغه په وروستیو وختونو کې په خپل کمپاین کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی. ترمپ په خپله وینا کې پر بیلابیلو موضوعګانو وږغېد چې پکښې د داعش د ماتولو پلان هم شامل دی. ترمپ همداراز وویل چې له ناټو سره د داعش په ماتولو کې ګډ کار وکړي. تر دې مخکې دونالد ترمپ ویلي دي چې که هغه د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر شي نو کیدای شي ناټو ته خپلي ژمنې پوره نه کړي.

ترمپ د دوشنبې ورځې په بیانیه کې وویل: «ما تر دې مخکې ویلي ول چې ناټو یو زوړ سازمان دی او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاته راغلی دی. زما تر څرګندونو وروسته، دې سازمان خپل سیاست بدل کړی دی او اوس یوه نوې برخه لري چې د ترهګرۍ پر ګواښ باندي تمرکز کوي. ډیر ښه.»

ترمپ په روښانه توګه و نه ویل چې هغه په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت ترهګري ډلي ماتولو له پاره څه وکړی. خو هغه روښانه کړه چې له هر هغه هیواد سره به یو ځای شي چې د دغې افراطي ډلې پر ضد مبارزه کوي. هغه روسیه داسې یو هیواد وباله چې غواړي ورسره اړیکې ښې کړي.

د امریکا انګلا میرکل

کله چې دونالد ترمپ د خپل ملي امنیت پلان په اړه خبري کولې، هغه آلمان د داسې یوه هیواد په توګه یاد کړ چې د مهاجرو په برخه کې یې خراب سیاست غوره کړی دی. هغه همداراز د دیموکراتانو کانديده هیلري کلنتن، د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل سره پرتله کړه.

هغه وویل: «هیلري کلنتن غواړي چې د امریکا انګلا میرکل سي. او تاسي پوهیږئ چې آلمان او د دغه هیواد خلکو ته د ډېرو مهاجرو راتلل څومره خرابي پایلې لرلي دي.»

ترمپ ادعا وکړه چې په آلمان کې د جرمونو اندازه ډیره لوړه شوې ده. هغه په ځانګړې توګه د نوي کال په شپه د آلمان په کولن ښار کې رامنځ ته شویو پیښو ته اشاره وکړه. ترمپ وویل: «موږ په خپل هیواد کې په کافي اندازه ستونزي لرو او یوې نوې ستونزې ته اړتیا نه لرو.»

پر مهاجرت باندي محدودیتونه

د ترمپ مرستیالانو خبریالانو ته ویلي دي چې که هغه د امریکا ولسمشر شي نو حکومت به یې پوښتني، ټولنیزي رسنې، له ملګرو او کورنۍ سره مرکې او نور امکانات وړاندي کړي چې روښانه شي په امریکا کې د یوه پناه غوښتونکي نظر د بیلابیلو موضوعاتو په اړه څه ډول دی. په دغو موضوعاتو کې مذهبي آزادي، د جنسیت مساوات او د همجنس بازانو حقوق شامل دي.

هغه همداراز پر والدینو، روزونکو او نورو باندي غږ وکړي چې د «امریکایي کلتور» له پاره تبلیغ وکړي.

ترمپ د خپل دغه پلان د عملي کولو په اړه جزئیات وړاندي نه کړل، خو ویې ویل چې د مهاجرت سیستم د ښه کولو له پاره باید د «نړۍ د تر ټولو خطرناکو او بې ثباتو سیمو څخه چې د ترهګرۍ د صادرولو سابقه لري» امریکا متحدو ایالاتو ته د وګړو پر راتګ بندیز ولګول شي.

هغه وویل چې په دې اړه به د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه پریکړه وکړي چې کومې سیمې دغه خصوصیات لري. هغه وویل چې د دغو سیمو اوسیدونکو له پاره به تر هغه وخته پوري ویزې ور نه کړل شي چې روښانه شي د امریکا متحدو ایالاتو د امنیت له پاره ګواښ نه رامنځ ته کوي.

نور مطالب