1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هولبروک: د افغانستان جګړه تر ويټنام لا سخته ده

۱۳۸۸ دی ۱۸, جمعه

د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکې د متحده ايالتونو ځانگړي استازي ريچارد هولبروک د افغانستان نظامي دنده تر ويټنام لا سخته او لانجمنه بللې ده...

https://p.dw.com/p/LOgB
انځور: AP

د امريکې ځانگړي استازي ريچارد هولبروک دا خبره آلمانۍ ورځپاڼې (سايت) ته کړې او ټکي په ټکي يې په ډاگه کړې چې: دا ماموريت ښايي نظر و د ويتنام جگړې ته اوږد وخت دوام وکوي او د امريکې د متحده ايالتونو په تاريخ کې به تر ټولو اوږد ماموريت وي.

د آلمان فدرالي حکومت د چهارشنبې په ورځ، يعنې په لندن کې د افغانستان په هکله د رواني جنورۍ د مياشتې په 28 نېټه جوړيدونکي کانفرانس نه درې اونۍ مخکې، په افغانستان کې د خپلو دندو په منظور د خپلو ځواکونو او پوځي تجهيزاتو د کچې د پاره ځانگړې طرح يا پلان اعلان کړ. تر اوسه ويل کېدل، چې آلمان به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پراخه کولو په خاطر د لندن له غونډې وروسته پرېکړه کوي.

هولبروک له آلماني خبريال يوزف يوفه سره په خپله مرکه کې څرگندکړې: سره له دې چې طالبان يوه تيت او پرک بې نظمه ډه دله او ټاکلې موخې هم نه لري، او د هغه زياتره غړي د خپل تندلاري مشر ملا محمد عمر او يا القاعدې ته تاتير او اغېزې لاندې نه راځي، خو داسي شريک ټکي شته، چې د افغانستان دنده يې له ويتنام څخه بدتره او کړکېچنه کړېده. د ويتکانگ يا د آزادۍ د پاره د ويتنام د جنوب د ملي جبهې د جنگيالو د تېښتې او پټې ځايونه د ويتنام شمال، د لاووس او د کمپوچيا هېوادونه وو، خو طالبان د دې کار د پاره پاکستان لري.

دا کار د امريکې د متحده ايالتونو عملياتو کې ستونځې اچوي او د جگړې د پرمختگ مخه يې نيسي. ځکه د ويتنام شمال مو، له دې کبله چې دښمن وو، بمباري کولی شوای، خو پاکستان نه شو بمباري کولی، او دا ځکه چې دا هېواد زموږ ملگری دئ.

د امريکې متحده ايالتونه تر اوسه پورې په بل هېڅ کوم جنگ کې له دغومره لوژستيکي او ځمکنيو اکمالاتو سره نه وو مخامخ شوي.

اوس اوس په افغانستان کې د شمالي اطلس د دفاعي ټلوالې ناتو او امريکې د متحده ايالتونو 113000 سرتيري په افغانستان کې د طالبانو پرضد جنگيږي. 2009 ميلادي کال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاره، د له 500 نه زياتو مړينو سره تر بل هر وخت نه زيانمن کال وو.

په کابل کې سياستمداران په دې اند دي، چې پرته له لويديزو ځواکونو څخه به د کرزي حکومت د طالبانو لخوا رانسکوريږي او هغوی قريب په ټول هېواد کې يوه پټه اداره جوړه کړې.

Die Zeit/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل