1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د کانګريس څخه د افغانستان د بيا رغوني لپاره د نورو 20 ملياردو ډالرو غوښتنه کړې

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

په عيني حال کي د متحده ايالاتو اقتصادي محاسيبينو ددې غوښتنه کړې ده، چي د افغانستان سره د امريکا په اقتصادي کومک کي بايد د ټګيو او درغليو مخه ونيول سي...

https://p.dw.com/p/NCZN
اوباما د امريکا کانګريس ته د وينا پر مهال
اوباما د امريکا کانګريس ته د وينا پر مهالانځور: AP

د متحده ايالاتو په کلنۍ بوديجه کي چي د 2011 مېلادي کال لپاره يې وړانديز سوی دی، پکښي د افغانستان لپاره په مرسته کي د تير کال په پرتله 38 فيصده زياتوالی راوستل سوی دی.

د 2002 مېلادي کال راهيسي امريکا د افغانستان په بيا رغونه کي څه باندي 51.5 بليونه ډالره مصرف کړي دي.

د رويبرز خبري آژانس سره په خبرو کي د امریکا لخوا د افغانستان د بيا رغوني د چارو مدير جان برومېټ ويلي دي، چي امريکايي اداره بايد په افغانستان کي د مصرف ولو پر مهال زيات پام وکړي او د افغان ادارې په کفايت کي بايد ښه والی راوستل سي.

پداسي حال کي، چي پر افغان ادارې د درغليو، بې کفايتۍ او اداري فساد تورونه لګول کيږي، د اوباما حکومت غواړي، چي د بيا رغوني لپاره نوي پيسې په مستقيمه توګه د افغانستان حکومت ته ورکړي.

د اقتصادي فساد د مخنيونې امريکايي ادارې د جمعې په ورځ د امريکا و کانګريس ته يو راپور وړاندي کړی، چي له مخه يې د فساد پر ضد په افغان کمېسيون کي د کارپوهانو او د بې پلوؤ کسانو کمښت دی.

په امريکا کي د بوش د حکومت پر مهال په عراق کي دغه ډول ستونزې رامنځ ته سوي وې، چي په ترڅ کي يې په لسګونه مليارده ډالره درغلۍ سوي وې.

د نوموړي امريکايي ادارې معين جان برومېټ وايي، د افغانستان او عراق تر منځ يو فرق دا دی، چي د افغانستان اداره تر عراق زیاته بې کفايته ده او بايد د کفايت لوړولو لپاره يې ګامونه پورته سي.

د متحده ايالتو د محاسبې څېړونکو مشر آرنولډفيلډس هم وايي، چي که سم کنټرول او څارنه نه وي، نو د افغانستان سره په اقتصادي مرسته کي به ډيره برخه په آساني سره د درغليو قرباني سي.

د 2011 م مېلادي کال لپاره د امريکا حکومت د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره 11.6 مليارده او د حکومتي ادارې د پياوړي کولو لپاره د 3.3 ملياده ډالرو غوښتنه کړېده.

کانګريس به اوس د غوښتل سوو پيسو په هکله بحث کوي.

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د اقتصادي مرستې شاوخوا اويا فيصده پر افغان امنيتي ځواکونو مصرفيږي، تر څو امريکايي عسکر وکولای سي، چي د پلان سره سم د 2011 مېلادي کال په جولای کي د افغانستان څخه وتل پېل کړي.

د امريکا هڅه داده چي په 2011 مېلادي کال کي د افغان امنيتي ځواک شمېر 3 لکو کسانو ته ورسوي.

د متحده ايالتونو د محاسبې چارواکو پر دې هم نيوکي کړي دي، چي د دغه ډول ستر افغان امنيتي ځواک د ساتني لپاره ماسټر پلان وجود نه لري.

و کانګريس ته په وړاندي سوي راپور کي د امریکا په کومکونو کي د درغليو بعضي مثالونه هم په ګوته سوي دي، چي د افغانستان په مرکز کابل او شمالي ولايت کندوز کي پخپله امريکايان پکښي ښکېل دي. د دغو پيښو جزيات په راپور کي ندي وړاندي کړل سوي.

RTRE/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل