1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندۍ پېغلي باندي تيري کوونکي رسماً تورن سول

نجيب الله زیارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبه

له هغو شپږو تنو هنديانو څخه چي پر يوې محصلي باندي ئې جنسي تيری کړی وو، پنځه تنه ئې په رسمي محکمه کي په قتل او ډله ييز جنسي تيري تورن سول.

https://p.dw.com/p/17D5v
People arrive at a district court in New Delhi January 3, 2013. The December 16 attack on the physiotherapy student and a male companion provoked furious protests close to the seat of government in New Delhi and has fuelled a nationwide debate about the prevalence of sexual crimes in India, where a rape is reported on average every 20 minutes. The woman died of her injuries in hospital in Singapore, where she had been taken for treatment, on Saturday. Five men and a teenager have been arrested in connection with the attack. The five men were due to be formally charged on Thursday. Murder carries the death penalty in India. REUTERS/Adnan Abidi (INDIA - Tags: CRIME LAW CIVIL UNREST POLITICS)
Indien Gerichtsprozess gegen Vergewaltigerانځور: Reuters

پر دغي ۲۳ کلني پېغلي باندي جنسي تيری په نوي دهلي کي د سختو اعتراضونو سبب سو او په ټوله هندوستان کي ئې د جنسي تيريو په اړه بحثونه راپورته کړه. د راپورونو له مخي په هندوستان کي په هرو شلو دقيقو کي پر يوې ښځي باندي تيری کيږي.

دغه پېغله چي د جدی ټپونو له کبله د معالجې له پاره سنگاپور ته لېږل سوې وه د شنبې په ورځ ئې هلته سا ورکړه.

دغه پنځه تنه په دې تورن سول، چي دغه پېغله ئې په نوی دهلي کي په زوره يوه سرويس ته پورته کړې وه سخته يې وهلې وه او په ډله ييزه توگه ئې جنسي تيری ورباندي کړی وو. تورنو کسانو په محکمه کي حضور نه لاره.

د دغي ډلي شپږم تن تر اوسه پوري ۱۸ کلن سوی نه دئ او په پام کي ده چي هغه به د ځوانانو په يوه ځانگړې محکمه کي محاکمه سي. په هندوستان کي هغه کسان چي عمر ئې تر۱۸کلونو کم وي د مرگ له سزا سره نه مخامخ کيږي.

پلټونکو د دغه کسان تورونه قتل، ډله ييز جنسي تيری او غيري قانوني کارونه بللي دي. د محکمې قاضي سوريا ملک ويلي دي، چي تورنه به د شنبې په ورځ بررسي سي.

د دغي نجلۍ پلار ويلي ول، چي د دغو کسانو د اعدام ملاتړ کوي. هغه د خپل کور مخ ته خبريالانو ته وويل: «ټول هيواد د دغه کسانو په دارول غواړي او زه هم له هغوی سره موافق يم.»

پوليسو ويلي دي، تورنو کسانو اعتراف کړی دئ، چي پېغله ئې شکنجه کړې او بيا ئې جنسي تيری ورباندي کړی دئ. د پوليسو په خبره دغي پېغلي له خپله ځان څخه د دفاع په خاطر دغه کسان په غاږ کړي دي او د هغوی پر بدن باندي د نجلۍ د غاښونو نخښي نښانې پر هغوی باندي اسناد دي.

د پوليوس يوه چارواکي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي د دغه جنايت عاملانو پر پېغلي باندي تر جنسي تېري وروسته هغه له موټره لاندي غورځولې وه او کوښښ ئې کاوه چي پر هغې باندي موټر تيرکړي. خو له هغې سره ملگري هغه گوښې ته کش کړې وه.

پوليسو د دغو تورنو کسانو دوسيه آماده کړې ده، چي ويل کيږي ۱۰۰۰ مخه ده. په هندوستان کي له ۱۹۸۳ کال راهيسي د يوه قانون له مخي په دار ځړول په «نادرو مواردو» کي مجاز دي.