1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تیري قربانۍ محصلې ساه ورکړه

نسیم صابر (rtr, dapd, dpa, afp)۱۳۹۱ دی ۹, شنبه

هغه ۲۳ کلنه نجلۍ چې په هند کې ورباندې ډله ییز جنسي تېری شوی وو، له ديارلسو ورځو درملنې وروسته، د اوښتو سختو ټپونو له امله مړه شوه. د هند لومړي وزير د دې پېښې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/17B0f
انځور: picture-alliance/dpa

هغې ځوانې ښځې چې په نوي ډهلي کې ورباندې ډله ييز جنسي تېری شوی وو، د اوښتو ټپونو له امله د شنبې په ورځ ساه ورکړه. د طب دغه محصله د سنګاپور په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې وه. پر هغې باندې د هند په پلازمېنه نوي دهلي کې په يوه سرويس کې ډله ییز جنسي تیری شوی وو او د اوسپنې په يوه کوتک وهل شوې او ځورول شوې وه.

د بدن ډېر غړٍي له فعاليته ولویدل

د روغتون مشر کېوين لو، وويل چې دغه ښځه د چهارشبنې په ورځ کله چې د غړو د پيوندولو تخصصي روغتون ته راوستل شوه په يوه ډېر ترينګلي حالت کې وه. ډاکترانو تشخیص کړه چې د دغې ښځې مغزو، سږو او نورو غړو ته ډیر تاوان اوښتی وو.

ويل کيږي چې دا په هند کې درې ځله عمليات شوې وه او زړه يې هم درېدلی وو. د جمعې په ماښام يې روغتيايي حالت لا خراب شو او څو ساعته وروسته يې د بدن ډېرو غړو فعاليت پرېښود. دغه ښځه له همدې کبله مړه شوه.

د پراخو مظاهرو انتظار

د هغې مړينه کېدای شي چې نوي لاريونونه راوپاروي او د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ د اخ و ډب لامل وګرځي. د نوي دهلي د حکومت په مقر او د «اينديا ګېټ India Gate» يعنې د هند د دروازې په شاوخوا کې سړکونه وتړل او خنډول ودرول شول. د پوليسو ځانګړي واحدونه هم ځای پر ځای شوي دي. له عيسوي اختر څخه مخکې د تر سره شويو لاريونونو په څېر، يو ځل بيا هم د مترو تمځايونو وتړل شول. تر دې مخکې له همدې کبله د تر سره شویو لاریونو په ترڅ کې سل انسانان ټپيان شوي او يو پوليس مړ شوی و. د نوي دهلي د پوليسو مشر پر خلکو باندې غږ وکړ چې آرام پاتې شي.

لومړي وزير د «مشخصو اقداماتو» ژمنه وکړه

پر حکومت باندې تور لګول کيږي چې د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتريخوالي په مقابل کې کافي کار نه کوي. د ښځو د حقونو فعالين وايي چې په هند کې کمو جنسي متجاوزینو ته سزا اورول کيږي. پر لومړي وزير من موهن سنګ باندې نيوکه کيږي چې د احتجاجونو پر وړاندې يې ځان کوڼ اچولی و. سنګ وويل چې د ښځې د مړينې له کبله ډېر خواشینی دی او غواړي چې رغوونکې لارې چارې ولټوي.

سنګ زياته کړه: «هغې به خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، خو دا بيا زموږ دنده ده چې د دې تضمين وکړو، چې مرګ يې بې ځايه نه دی.» د هغې په وياړ بايد «مشخص اقدامات» عملي بڼه ونيسي چې موخه يې په هېواد کې د ښځو ساتنه او امنيت نیول دي.

تر دې مخکې هم په دې اړه له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې شوې وي.
تر دې مخکې هم په دې اړه له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې شوې وي.انځور: AFP/Getty Images