1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مژده: د ملا عمر د مړيني خبر تبليغاتي جنگ دی

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

د طالبانو د تحريک کارپوه وحيد مژده د دويچه ويله سره په يوې ځانگړي مرکې کي وويل، چي د طالبانو د مشر د مړيني خبر د تبليغاتي جگړې يوه برخه ده. تيره ورځ داسي خبرونه خپاره سوه چي ملا محمد عمر د زړه د ناروغۍ له امله مړ سوی دی.

https://p.dw.com/p/120C4
وحيد مژده
وحيد مژدهانځور: DW

مژده: بلې نن سهار ما هم دا خبر واوريدی چي ملا محمد عمر مړ سوی. عجيبه خبره دا وه چي د طالبانو ويانديانو له لوري د ايميلونو او مسيجونو له لاري دا خبر خپور سوی وو. خو بيا وروسته چي ما د طالبانو د ځينو مشرانو سره تماس ټينګ کړی هغوی دا خبره رد کړه او ويي ويل چي د استخباراتو له خوا دا کار سوی دی. د استخباراتو له خوا د دوی د ايميلونو څخه استفاده سوې ده تر څو زموږ د جنګياليو د صفونو تر منځ اختلاف واچوي.

دويچه ويله: تاسو وويل چي د طالبانو له مشرانو سره مو تماس ونيو، مقصد مو کوم مشران دي؟ هغه چي ستاسو سره په کابل کي اوسيږي او که نه هغه چي دباندي دي؟

مژده: نه نه، هغه کسان چي کله کله زموږ سره تماس ټينګوي، يعني جنګيالي طالبان. هغوی دا خبره رد کړه. نن سهار هغوی ډيرو خلکو ته تليفونه کړی وو او ما ته يې هم تليفون وکړاو ويې ويل چي دا باالکل غلطه خبره ده او دا يې د تبليغاتي جګړې يوه برخه وبلله.

دويچه ويله: ددوی مقصد کوم استخبارات دي. داخلي که جارجي؟

مژده: دوی وويل هغه مراکز چي ټول شيان لکه موبايل او ايميلونه چي ددوی په کنترول کي دي هغو دغه کار کړی دی.

دويچه ويله: څه موده مخکي هم د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته هم د طالبانو د مشر د وژلو خبر خپور سوی وو، بيرته رد سو. دا هم هغه ته ورته يوه موضوع ده که څنګه؟

مژده: زه فکر کوم چي دا هماغسي يوه خبره ده او تر ډيره حده د سړې جګړې يا استخباراتي جګړې يا د رسنۍ جګړي يوه برخه وي. تاسو ته معلومه ده جګړه يوازي په سنګرونو کي نه وي نور اړخونه يي هم وي، چي يوه يې همدغه رسنيي جګړي ده. يو هم تبليغاتي جګړي چي د يو بل روحيات ضعيفه کوي او کله کله طالبان هم دغسي کارونه کوي چي د ځينو کسانو د وژلو ادعا کوي. چي شايد دوی لاس پکښي ونه لري. خو په هر حال دا د رسنيو جګړې يوه برخه ده.

دويچه ويله: ستاسو په نظر د طالبانو مشر ملا محمد عمر ژوند اويا نه ژوند د افغانستان د سولي په پروسه کي کوم تاثيرلري؟

وحيد مژده: په دې کي شک نسته چي د شخصيتونو موجوديت او د هغې اغيزه د دوی پر پيروانو باندي ده خو د افغانستان په شان هيوادونو کي مهم ارزول کيږي. خو يوه موضوع چي دلته مهمه ده هغه دا ده چي آيا طالبان يو سياسي تحريک او يا سياسي ګوند دی او که يو ايديولوژيک حرکت دي. معمولاً په ايډيولوژيکو حرکتونو کي بيا د شخصيتونو او د هغوی د مشرانو موجوديت د هغوی پر سر تر ډيره حده پوري کيدای سي سمبوليکه بڼه ولري. خو اختيار او اجرئيوي عمل چي کيږي هغه په ټيټو سطحو کي د نورو په لاس کي وي. زه فکر کوم چي دغه مسله د طالبانو په تحريک کي هم صدق کوي. زه فکر کوم چي تر ملا محمد عمر د ملا برادر اغيزه د طالبانو په تحريک کي ډيره زياته وه. ځکه چي اجرائيوي کارونه د هغه په لاس کي ول. خو د هغه تر نيوني وروسته هم طالبان هماغسي پر خپل حال پاتي دي.

مرکه کونکی:عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل