1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا محمد عمر د مړيني ضد او نقيص خبرونه

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، رسنيو ته ويلي، چي ملا محمد عمر ژوندی دی. د دې تر مخه د طالبانو د رسمي ويبپاڼي لخوا رسنيو ته داسي معلومات لېږل سوي ول، چي پکښي د خپل مشر د مړيني خبري پکښي سوي وې.

https://p.dw.com/p/11zxM
ملا محمد عمر
ملا محمد عمرانځور: AP

په لومړي سر کي د طالبانو د رسمي وېبپاڼې لخوا داسي خبرپاڼه رسنيو ته لېږل سوي وه، چي په هغه کي راغلي ول، چي ملا محمد عمر د سرطان پر 26 نېټه په حق رسېدلی دی. پدغه خبرپاڼه کي ويل سوي ول چي د ملامحمد عمر د وصيت سره سم گل آغا نومي کس د طالبانو نوی مشر ټاکل سوی دی. دغه ايمېل يا برېښناليک، چي رسنيو ته لېږل سوی ؤ په انگليسي او پښتو ژبو ليکل سوی ؤ.

خو د ملا محمد عمر د مړيني د خبرپاڼي په هکله سمدلاسه د طالبانو ويان قاري محمد يوسف د رسنيو سره اړيکي ټينگي کړي او ويلي يې دي چي دا خبر سم ندی. قاري يوسف ويلي دي چی ملامحمد عمر ژوندی دی. نوموړي رسنيو ته ويلي دي چي د تخنيکي ستونزو له کبله دغه برېښناليک رسنيو ته رسېدلی دی، چي حقيقت نه لري.

ملا محمد عمر
ملا محمد عمرانځور: AP

د ملامحمد عمر د مړيني خبرونه دوې مياشتي تر مخه هم يو وار خپاره سول. هغه مهال د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي ول، چي د ملامحمد عمر تماس د طالبانو سره قطع سوی دی.

ملي امنيت هغه وخت اټکل کړی ؤ چي يا خو به ملامحمد عمر مړ سوی وي او يا به ورته څه پېښ سوي وي. طالبانو هغه وخت د ملي امنيت دغه ادعاوي ردي کړي وې.

د ملامحمد عمر د مړيني موضوع پداسي حال کي رابرسېره کيږي چي يوه ورځ تر مخه د طالبانو د ريژيم پخواني غړي چي په سعودي عربستان کي يې د سفير دنده هم تر سره کړې، د بي بي سي سره په خبرو کي ويلي ول، چي ملا محمد عمر د سولې د پروسې له پاره حتمي دی.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب لله زيارمل