1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موسی زی:ستراتيژيک تړون ايران ته گواښ نه دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د ایران دهغو اندیښنو په غبرګون کي چي وايي په تړون کي د دایمي پوځي اډو شتون په اړه وضاحت نه شته وايي دا تړون ايران ته گواښ نه دئ.

https://p.dw.com/p/14qm9
انځور: DW

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون تیره اوونۍ په کابل کي د افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما له خوا لاسلیک شو. 
 
ددغه تړون ترلاسلیک وروسته ایران دوهم هېواد دئ، چي په افغانستان کي د امریکا د دایمي پوځي حضور په اړه اندیښنه څرګندوي. تردې مخکي روسيې هم په افغانستان کي د امریکا د دایمي پوځې اډو په اړه خپله اندیښنه په ډاګه کړې وه.

اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمان پرست په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي دي چي په افغانستان کي د امریکا دایمي پوځي آډې د ایران ترڅنګ د سیمې هېوادونو له پاره هم یو ستر ګواښ دئ.

خو افغان چارواکي بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون نه یوازي د افغانستان، بلکي د سیمې په ګټه بللی دئ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشبنې په ورځ(۲۰۱۲ کال د می ۶) په کابل کي يوې خبري غونډي ته وویل، چي له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون به په سیمه کي د نړېوالي ترهګرۍ د ځپلو له پاره ګټور ثابت شي:

«د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون نه یوازي د افغانستان د سولي، اقتصادي پرمختګ او د ځواني دیموکراسۍ په ګټه بولو، بلکي په ټوله سیمه کي د ثبات د ټینګښت او د نړيوال تروریزم د ځپلو له پاره ئې هم مهم او ارزښتمن ګڼو.»

موسی زي یو ځل بیا ټینګار وکړ چي افغان حکومت تل د ایران په ګډون ټولو ګاونډیو او د سیمي هېوادونو ته ډاډ ورکړی دئ، چي د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیکي اړیکي ئې په زیان نه دي.

دی وايي هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چي د افغانستان خاوره د سیمي یا د کوم بل ګاونډي هېواد پر ضد وکاروي. خو له ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو څخه مو هم هیله داده چي له خاوري ئې باید د افغانستان سوله او ثبات زیانمن نه شي.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په ایران کي د افغان کډوالو د نوملېکني د بهیر په اړه خبریالانو ته وویل چي دغه بهیر په سمه توګه پر مخ روان دئ.

نوموړي زیاته کړه چي د افغان کډوالو د ثبت او راجستریشن بهیر ددغه هېواد په ټولو ۱۷ ولایتونو کي دوام لري خو د ثبت شوو شمېرو له مخي ترټولو زیات افغان کډوال په تهران او اصفهان ولایتونو کي اوسیږي.

دی زیاتوي، چي د روان لمریز کال د ثور يا غوايي تر ۱۴ مې نیټې له ۴۴۵ زرو څخه زیات افغان کډوال ثبت شوی دي:

«له دغو افغان کډوالو څخه پر زیات شمېر کډوالو په ایران کي د افغانستان سفارت او قونسلګریو له خوا د افغانستان پاسپورټونه هم ویشل شوی دي.»

په همدې حال کي جانان موسی زي په کابل کي د آسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډي په اړه له چمتوالي هم خبر ورکړ.

ټاکل شوې ده چي دا غونډه د روان زیږدېز کال د جون پر ۱۴مه نیټه په کابل کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب جوړه شي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل