1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: ستراتيژيک تړون، سيمه بې ثباته کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي امريکا له دې ستراتيژيک تړون سره غواړي، په افغانستان کي خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/14qkd
انځور: Jamonline

د اسوشيتد پرس خبري اژانس د يو رپوټ له مخي، چي د ايران د دولتي آژانس، ايرنا، په حواله ئې ورکړی دئ، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چي دغه هيواد د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د هغه تړون په هکله چي تيره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما له خوا لاسليک شو، سخته «انديښنه» لري.

ايرنا د ايران د بهرنيو چارو وزرات د وياند، رامن مهمان پرست، له خولي رپوټ ورکړی دئ، چي هغه ويلي دي: «له دغه تړون سره په سيمه کي بې ثباتي زياتيږي.» رامين زياته کړې ده، چي په افغانستان او سيمه کي ثبات هغه وخت راتلای شي چي «ټول بهرني ځواکونه» له افغانستان څخه ووزي.

د کابل او واشنگتن ددغه تړون له مخي تر ۲۰۲۴ کاله پوري په افغانستان کي د امريکايي پوځونو حضور په پام کي نيول شوي دئ.

خو په تړون کي په دې هکله ډير زيات وضاحت نه شته چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي کله نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وزيٍ، څه شمير امريکايي سرتيري هلته پاتيږي.

د دغه تړون تر لاسليکولو وروسته دا لومړی ځل دئ چي د افغانستان يو گاوندی هيواد په دې هکله غبرگون ښکاره کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي تيره اوونۍ په يوه خبري کنفرانس کي ډاډ ورکړ چي د هغه د هيواد له خاوري څخه به د هيڅ گاوندي هيواد پر ضد د پوځي عملياتو له پاره کار وا نه خيستل شي.

هغه وويل چي د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د اوږدمهالي همکارۍ تړون د گاونډيو هيوادونو له پاره« گواښ» نه دئ، بلکي په دې تړون سره به د سيمي په «امن او ثبات» کي مرسته کيږي.

ايران له ډير پخوا راهيسي د هري هغي موافقې مخالفت کړی دئ، چي د افغانستان په شمول د هغه په گاونډيو هيوادونو کي د امريکايي ځواکونو د حضور ضمانت وکړي.

په عراق کي هم تهران د متحده ايالاتو له پوځي شتون سره مخالف وو. له دغه هيواد څخه تير کال ټول امريکايي جنگي سرتيري ووتل.

د تهران او واشنگتن تر منځ د ايران د اټومي پروگرام پر سر ناندرۍ رواني دي. متحده ايالات وايي، چي ايران د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کي دئ او د دغو وسلو د جوړولو د مخ نيوي له پاره ئې د ايران پر ضد پوځي عمليات له امکان څخه ليري نه دي گڼلي.

ايران د لويديځ دا ادعا ردوي چي گويا غواړي اټومي وسلې جوړي کړي.

اژانسونه/عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل