منځلارو اسلامپالو د مراکش ټاکنې وګټلې
۱۳۹۰ آذر ۵, شنبهد انصاف او پرمختګ د ګوند مشر، داؤد الحسن، ويلي دي چي د هغه ګوند د هيواد په سترو ښارونو لکه کاسا بلانکا، رباط، طنجه او مکناس کي بشپړه اکثريت رايي تر لاسه کړي دي. د نوموړي په وينا دغه اکثريت د تر اوسه شمېرل سوؤ رايو پر اساس رامنځ ته سوی دی.
نوموړی منځلاری اسلامپال ګوند پداسي حال کي د اکثريت رايو د تر لاسه کولو خبره کوي، چي تر اوسه یې په حزب اختلاف کي ؤ.
د مراکش د کورنيو چارو د وزارت په وينا په تر سره سوؤ ټاکنو کي د رايه اچونې د حق درلودونکو ۴۵ سلنه کسانو خپلې رايې کارولي دي. دا پداسي حال کي ده چي په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې د پارلمان په ټاکنو کي صرف ۳۷ سلنه د راې اچونې حق درلودونکو ګډون کړی وو.
په مراکش کي د ۳۹۵ پارلماني چوکيو لپاره په تر سره کېدونکو ټاکنو کي پر ۱۳،۵ مليونو مراکشيانو ږغ سوی ؤ چي خپلي رايي وکاروي. د پارلمان د چوکيو لپاره په بشپړه توګه ۷۱۰۰ کسانو ځانونه نومولي ول. په ټاکنو کي ۳۰ ګوندونو ونډه واخيسته.
د انصاف او پرمختګ منځلاري اسلامپاله ګوند د ټاکنو لپاره د کامپاين په پېل کي لا د زياتو خلکو خوښ سوی ؤ. د دغه ګوند اصلي سيال د استقلال ګوند دی چي مشري يې د لومړي وزير عباس الفاسي په لاس کي ده.
په داسي حال کي چي د عربي نړۍ په يو شمېر نورو هيوادونو کي د پاچهانو او زورواکو ولسمشرانو پر ضد خونړي پاڅونونه وسوه چي لا دوام لري، د مراکش پاچا په خپله د اصلاحاتو اعلان کړی دی. د نوموړي هيواد پاچا چي ولس ورته د اميرالمومنين خطاب هم کوي اعلان کړی ؤ چي مراکشيان دي د نوي اساسي قانون د جوړولو لپاره خپلې رايي وکاروي. د نوي اساسي قانون جوړولو لپاره په تر سره سوې ولسپوښتنه کي اکثريت مراکشيان د نوي اساسي قانون په حق کي ول.
مراکش به اوس د نوي اساسي قانون جوړولو پروسه پېل کوي چي پکښي د پاچا يو شمېر واکونه پارلمان ته انتقالیږي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش