مراکشيانو د اساسي قانون د بدلون لپاره رايي ورکړي
۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبهد مراکش د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په هيواد کي د تر سره سوې ولسپوښتنې پايلي څرگنده سوي دي. وزارت ويلي چي په هرو 100 د رايې حق درلودونکو مراکشيانو کي تر 73 څخه زياتو د رايې اچونې د خپل حق څخه استفاده کړېده.
وزارت ويلي دي چي د ټولو رايو 98 فيصده رايې داسي دي چي د پاچا محمد شپږم د هغه وړانديز پلوي يې کړېده چي له مخي يې محمد شپږم په اساسي قانون کي بدلون راوستل غواړي. د نوي اساسي قانون له مخي به د پاچا يو شمېر اختيارات و پارلمان او و لومړي وزير ته وسپارل سي.
د اصلاحاتو په ترځ کي به په نوي اساسي قانون کي و عدليې ته لا زياته خپلواکي ور کړل سي. د دې تر څنگ به په اداري چارو کي هم يو شمېر بدلونونه راوستل سي. په نوي اساسي قانون کي د سياسي گوندونو و موضوع ته هم ښايي پاملرنه وسي او د سياسي گوندونو لپاره نوي آزادۍ رامنځ ته کړل سي.
د مراکش حزب اختلاف چي په ولسپوښتنه کي يې د نه ونډه اخيستلو يا د ټاکنو څخه د پرېکون غوښتنه کړې وه وايي چي د ټولټاکنې پايلي ورته د اعتبار وړ ندي. حزب اختلاف د نوي اساسي قانون د جوړولو مخالف پدې سبب کوي چي د دوی په وينا له مخي به يې بيا هم د هيواد زيات واک د پاچا سره پاته وي. د محمد شپږم د قانوني اصلاحاتو وروسته به بيا هم پاچا د هيواد د پوځ عمومي قومندان پاته وي. د دې تر څنگ به هغه د پارلمان د ړنگولو حق ولري او د يو شمېر مهمو پريکړو او سترو قانوني بدلونونه لپاره به د پاچا هوکړه حتمي وي.
په فرانسه کي اوسېدونکی د سياسي چارو کارپوه ډاکټر محمد اکبر وردگ وايي چي مراکش يوازنی عربي هيواد دی چيري چي بېله زيات اخ و ډبه تحول رامنځ ته کيږي. نوموړی وايي چي پداسي حال کي چي مراکش يو اسلامي هيواد دی او تر زياته وخته دغه هيواد يو شاهي نظام درلودلی دی، ښايي د حزب اختلاف دا غوښتنه ډېره پر ځای نه وي چي په مراکش کي هم د لوېديځ د مشروطه شاهيانو په ډول نظام رامنځ ته سي.
کارپوهان پدې اند دي چي گرچه د محمد شپږم هغه وړانديزونه چي په اساسي قانون کي به بدلون راولي د ولس هغه حده اکثر غوښتنې نه ځواب کوي خو بيا هم دغه تحول د سولې او آرامۍ په فضا کي رامنځ ته کيږي چي و راتلونکي ته د مراکشيانو هيلي لا زياتوي.
ډاکټر اکبر وردگ وايي چي مراکش چي د افريقا پر لوېديځه څنډه پروت دی او د اروپايي ټولنې سره ټينگي اړيکي ساتي په پرتليزه توگه يې اوسېدونکي او سياسي مشران سياسي پوخوالی او سنجش لري. د نوموړي په وينا له همدې وجې پخپله د پاچا لخوا په اساسي قانون کي د داسي اصلاحاتو وړانديز چي د ده واک راکموي د ستايني وړ او د پرمختگ او د هیواد د ټيکاو په لاره کي يو مثبت گام دی.
احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش