1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگه: چارواکي په مخدره توکو کي لاس لري

۱۳۹۰ شهریور ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د مشرانو جرګې يو شمير غړو، لوړ پوړي حکومتي چارواکي د مخدره توکو له نړيوالي مافيا سره په ملګرتيا اوهمکارۍ تورن کړل. دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي ددغه موادو سره د مبارزې يو مهم کنفرانس جوړ سوی و.

https://p.dw.com/p/12UAv
انځور: DW

تاجک، افغان، پاکستاني او روسي چارواکو په ګډون په دغه کنفرانس کي پر دي ټينګار وسو چي څنګه کيدای سي د کوکنارو کروندي له مينځه يوړل سي او د مخدره توکو د کاروباريانو لاس  له قاچاق څخه را لنډ کړای سي.

د مشرانو جرګې غړو د دغه کنفرانس  جوړيدل يو بي ګټي کار وبلی او ټينګار يي وکړی، چي نه افغان دولت او نه هم د سيمي او نړۍ هيوادونه له مخدره توکو سره د مبارزي ريښتيني هوډ لري.

د مشرانو جرګي غړي حافظ عبدالقيوم د سيمي يو شمير  استخباراتي کړۍ د کوکنارو کرلو ته د افغان بزګرانو په هڅوني تورن کړل.

نوموړي پرته له دي چي د کوم مشخص هيواد نوم  ياد کړي، وويل چي دغه استخباراتي کړۍ د مخدره توکو په مافيا کي ښکيلي دي او له دغي برخي ډيره ګټه هم هغوی ته رسيږي.

د دغه سناتور د وينا پر بنسټ يوازي پينځه او يا هم لس سلنه هغه پيسي چي د کوکنارو له کر کيلي او قاچاق څخه لاس ته راځي د افغان بزګرانو جيب ته ځي په داسي حال کي چي له نوي څخه نيولي بيا تر ۹۵ سلنه دغه عايدات د مخدره توکو د وړو، منځنيو او لويي کچي د قاچاق وړونکو جيبونو ته لويږي.

په همدي حال کي د مشرانو جرګې بل غړي سناتور ګل احمد واليان او د وزيرانو تر کچي پوري يو شمير افغان چارواکي د مخدره توکو په قاچاق او کاروبار کي ښکيل وبلل.

« لکه څنګه چي ښاروالان او واليان په ولايتونو کي د ځمکو په غصبولو کي ښکيل دي همداسي هم ولايان او د وزيرانو تر کچي پوري د کابيني غړي د مخدره توکو په قاچاق کي ښکيل دي او دغه چارواکي له نړيوالي مافيا سره ملګري دي، چي يو هم د بل له همکارۍ پرته دغه  کار نسي کولای.»

سناتورانو پرته له دي چي د کوم خاص افغان چارواکي نوم واخلي پر داسي وخت د حامد کرزي د کابيني يو شمير عالي رتبه مقامات د مخدره توکوپه قاچاق کي ښکيل  بولي چي ټاکل سوي ډير ژر د کوکنارو د کرلو کمپاين د افغانستان په يو شمير تودو سيمو کي پيل سي.

د يادولو وړ ده چي د افغانستان يو شمير شمالي ګاونډيان پر افغانستان تور لګوي چي د دوی بازارونو  ته ډيري مخدره توکي له افغانستان څخه راوړل کيږي.

رسمي شميري ښيي چي افغانستان د نړۍ په کچه نوي سلنه مخدره توکي برابروي چي ډيره اندازه دغه توکي د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کي توليديږي.

د ملګرو ملتونو سازمان تير کال ويره څرګنده کړه چي د مخدره  توکو له کاروبار څخه تر لاسه کيدونکي ډيري پيسي د هغو بنسټ پالو ډلو لپآره د وسلو او تجهيزاتو په برابرولو هم لګيږي چي دمګړۍ په افغانستان کي له افغان اونړيوالو ځواکونو سره په جګړو کي ښکيل دي.

سازمان پر افغان حکومت فشار اچولي چي هر څومره ژر او په هره بيه چي کيدای سي د دغو توکو د کرکيلي مخه ونيسي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل