1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د مخدره موادوپر ضد مبارزه د ناکامۍ سره مخامخ ده

۱۳۸۷ اسفند ۱۲, دوشنبه

د مخدره موادو پر ضد تر بین الملي مبارزې سل کاله وروسته بيا هم د هغه تجارت يو لوي برابلم دی ...

https://p.dw.com/p/H4Av
د شانگهاي په موزيم کښي په مخدره موادو اوهيروينو د اخته کسانو منظرې
د شانگهاي په موزيم کښي په مخدره موادو اوهيروينو د اخته کسانو منظرېانځور: AP

روی ينګ- Rui Ying- د يوې زړې ښځې او مېړه له کرونديزه جونگړې څخه ليدنه کوي . دا په طلايي مثلث کې پراته ديوه کوچني چينايي ښار Ruili د بدني کمزورتيا يا AIDS د رنځ د چارو مسئوله ده . دغه ښار د لاووس، تايلنډ او برما پولو ته نژدې پروت دئ، چېري چې کوکنار کرل کيږي او ورڅخه هيروئين لاس ته راځي . دغه زړه جوړه يعني ښځه او مېړه بايد د يوې وړې نجلۍ غم وخوري ،چه داد روی ينګ- Rui Ying دپاره يوه خاصه موضوع ده :

دی وايي ،

« د دغه کوچني پلار د اېډس په رنځ مړ سو، مور يې هم ورباندي اخته ده .ددې حالت هم سخت خراب دئ ،او ماشوم يې نيکه او انا ته پرېښي دی . کله چې نجلۍ د دوو اونيو وه ،پلار يې مړ سو. دی تر لسو کالواضافه په نشه يي موادو اخته ؤ. ښايي چې د لگول سوو ستنو څخه يې کار اخيستی وي او په دې ډول سره يې ځان په ايدس اخته کړی وي .»

د رولي ښار د ينان په ولايت پوري اړه لري او د چين په جنوب لويديز کې پروت دئ . هلته د نشه يي توکو کښت، پلورنه او استعمال منع دئ . دولتي ادارې کوښښ کوي ،کروندگر د نشه يي بوټو پر ځاي د کوم بل شي کرنې ته وهڅوي . خو په نشه يي موادو اخته کسان وايي چې دا کارکفايت نه کوي . يو معتاد وايی ،

«دلته د مخدره موادو داستعمالولو قصه ډېره اوږده ده . حتی زاړه کسان لا ورباندي اخته وه . رولي د برما څنگ ته پروت دئ . پر پوله باندې حالت د څارني وړ نه دئ . د چين خوا ته دا کار ساده دئ، چې نشه يي توکې په لاس راوړل شي . دلته سړی، د نشه يي موادو په گډون، ډېر څه قاچاق کولای شي .»

ملگري ملتونه دقيقاًدهمدغه کار د پاي ته رسولو هڅه کوي . د ملگري ملتود مخدره موادو او جنايي کارونو د مخنيوي نړيواله اداره باور لري، چې يو څه برياليتوب يې تر لاسه کړی دی .

دا په شانگهاي کې د يوه کانفرانس د څرگندونوڅخه معلوميږي چه هلته سل کاله د مخدره موادو پر ضد د مبارزې له پيل څخه تيريږي . هغه وخت تنها چين او هندوستان درې چنده دغومره ترياک توليدول لکه نن ورځ چې په ټوله دنيا کې لاس په لاس کيږي .

نن ورځ د نړۍ په سلو کې 90 فيصده کوکنار يوازي په يوه هېواد يعني افغانستان کې کرل کيږي . د شانگهاي په دغه کانفرانس کې د ايران استازي محتشم وويل ، چې دغه کار ايران هم د مشکلاتو سره مخامخ کړی دی . دده له قوله،

« مخدره مواد په ايران کې يو لوي مشکل دئ . نه دا چې موږ ته د افغانستان څخه يوازي نشه يي توکي راځي، بلکه درې مليونه غيرقانوني پناه وړونکي هم . دا زموږ امنيت ته هم خطر پېښوي . موږ به تر وسه وسه کوښښ کوو، په افغانستان کې اقتصادي حالت بهتره او بې وزلي پکښې له منځه ولاړه شي .»

خو دا آسانه کار نه دئ - ولو چې نن ورځ د ملگرو ملتونو د احصايې له مخې د نړۍ له لويانو څخه په سلو کې يوازي نيمه برخه په نشه يي توکو معتاده ده او نظر و شرابو او تمباکو څخه کم کسان له دې کبله مري .

د ملگرو ملتونو د مخدره موادو مسئول انتونيو ماريا کوستا ستونزي داسې په گوته کوي : د مافيا قدرت، د حکومتو اختلاس او بې پروايي . دی وايي،

«د ملگرو ملتو حقوقي اصول دا امکان برابروي، چې د متشکلو جنايت کارانو پر ضدپه شريکه ودرېږو . خو غړي هيوادونه تر اوسه پوري په دې کار کې ناکامه سويدي، چه ددې وسيلې څخه داسې کار واخلي، تر څو د مخدره موادو سوداگرۍ ته تاوان ورسولای سي . په انټرنيټ کي مخدره مواد، وسلې او انسانان خرڅيږي . زموږ د اهميت وړ لاس ته راوړنه، یعني انټرنيټ اوس د ترهگرانو د لاس وسيله گرزېدلې ده . د مخدره موادو تجارت جنايت کاران پياوړي کوي، اولسونه له منځه وړي او هېوادونه د خطر سره مخامخ کوي . سړی بايد د هغه پر ضد ژر تر ژره په ټول قدرت سره مبارزه وکوي.»

ملگري ملتونه غواړي د مارچ په مياشت کې په ويانا کښې د مخدره موادو پر ضد نوې ستراتيژۍ باندې صلاح مشورې وکوي .