«طالب بندیانو قطر ته له تلو سره موافقه کړې»
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهله گوانتانامو څخه قطر ته د یو شمیر طالب بندیانو لیږدول د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو اترو کې د اعتماد د رامنځ ته کولو له پاره له لومړنیو اقدامونو څخه دﺉ.
ایمل فیضي له آلمان غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې افغان حکومت د گوانتانامو زندان ته یو پلاوی استولی وو چې د طالبانو له هغو پنځو بندیانو سره وگوري چې قطر ته لیږدول کیږي. »
د فیضي په خبره دا کار د دې له پاره ترسره شوی دئ چې معلومه شي آیا دغه کسان پخپله غواړي چې قطر ته له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو په موخه واستول شي او که نه. فیضي ویلي دي چې طالب بندیانو افغان پلاوي سره د لیدني پر مهال قطر ته له تللو سره رضائیت ښودلی دئ.
تر دې مخکي داسي اندیښني موجودي وې چې امریکا غواړي دغه طالبان په جبري ډول قطر ته ولیږدوي خو د فیضي په خبره اوس د دغه پلاوي له سفر سره دغه اندیښنې له منځه تللي دي.
فیضي ویلي دي چې په گوانتانامو کې له طالب بندیانو سره د لیدني اصلي موخه د سولي د بهیر په اړه خبري نه وې بلکې اصلي هدف قطر ته د دغو طالبانو د لیږدولو په برخه کې د هغوی د رضائیت اخیستل وو.
په پلان کې ده چې له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري ټول بهرني جنګي سرتیري ووځي. تر دغه وروسته به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپارل شي. اوس امریکا غواړي چې د افغانستان کړکیچ ته د سولي له لاری د پای ټکی کیږدي.
د روان میلادي کال په لومړيو کي طالبانو اعلان وکړ چې له امریکا سره د مذاکراتو د تر سره کولو په موخه به د قطر په هیواد کې یو سیاسي دفتر جوړ کړي.
مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم