1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول قطر ته سفر کوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به قطر ته سفر وکړي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولي د بهیر په اړه وغږیږي. تر دې مخکي د افغان حکومت یوه پلاوي د گوانتانامو له زندان څخه هم لیدنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/14Icn
انځور: dapd

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي، ویلي دي چې رسول به د لسو ورځو په منځ قطر ته سفر وکړي. طالبانو د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې په قطر کې د یوه سیاسي دفتر پرانیستلو ته چمتو دي. هغو وویل چې غواړي له امریکا سره خبري اتري وکړي او د ځینو شرایطو د پلې کیدو په صورت کې له جګړي څخه لاس واخلي.

کله چې طالبانو په قطر کې د دفتر د پرانیستلو خبره وګړه، که څه هم ولسمشر کرزي له دغه بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ خو داسي اندیښني ورسره رامنځ ته شوې چې ګواکي دی له دې بهیر څخه لیري پرېښودل شوی دﺉ. تر دې اعلان وروسته افغانستان له قطر څخه خپل سفیر کابل ته د مشوري له پاره راوغوښت.

یوه افغان دولتي چارواکي ویلي دي چې قطر ته د زلمي رسول سفر ډیر اهمیت لري. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې ډیر ژر به د قطر له پاره د افغانستان سفیر یو ځل بیا دغه هیواد ته ستون شي.

که څه هم افغان چارواکي د قطر د سولي له بهیر څخه ملاتړ کوي خو د افغان حکومت په اند ترکیه او سعودي عربستان له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره مناسب هیوادونه دي.

له گوانتانامو څخه لیدنه

د افغان حکومت یوه بل پلاوي په رواني اونۍ کې د گوانتانامو له زندان څخه لیدنه وکړه چې له دغه زندان څخه قطر ته د پنځو تنو طالب قوماندانانو د لیږد په اړه خبري اتري وکړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي په خبرو اترو کې د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو له پاره امریکا غواړي چې له گوانتامو څخه د طالبانو دوه بندیان قطر ته واستوي.

د دغه پلاوي یو شمیر غړو همداراز متحده ایالاتو ته هم سفر کړی دئ. خو د هغوی د سفر جزئیات لا نه دي بربنډ شوي.

ویل کیږي چې د گوانتانامو له زندان څخه به د طالبانو پنځه قوماندانان قطر ته ولیږدول شي. دغه کسان به په قطر کې تر نظارت لاندي وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل