طالبانو ته ځيني ولايتونه نه سپارل کيږي
۱۳۹۰ دی ۲۰, سهشنبهد حکومت، امريکي او طالبانو تر منځ د سولي خبري په دې تيرو څو اونيو کي يو ځل بيا تودې شوي دي.
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو پخپلو ننۍ ګڼو کي داسي راپورونه خپاره کړې دي چي ګوايا د افغانستان يو شمېر جنوبي ولايتونه لکه کندهار، زابل، هلمند او روزګان به هغه مهال طالبانو ته وسپارل شي چي هغوی له وسله وال بغاوت څخه لاس واخلي او د يوه سياسي جوړ جاړي برخه وګرځي.
څو ورځي وړاندي د سولي د عالي شورا يوه چارواکي وويل چي کيدای سي طالبان په يو شمېر سيمو کښي آزاد تگ راتگ وکړي.
خو د ولسمشر کرزي وياند دغه راپورونه بې اساسه بللي دي. ايمل فيضي په کابل کي د رسنيو سره په مرکه کي ويلي دي چي حکومت به هيڅ کله هم د ملک يو شمير سيمي طالبانو ته پرينږدي او دوی يوازي غواړي چي په افغانستان کي ټولي سياسي ډلي تر يوه چترلاندي د اساسي قانون په رڼا کي فعاليت ولري.
ايمل فيضي زياته کړې ده چي افغان حکومت د سولي د هر راز خبرو اترو د افغاني کولو هرکلی او غوښتنه کوي او کومي خبري چي د افغان حکومت له مشورې او ارادي پرته د نړۍ په هره برخه کي تر سره شي هغه به مناسبي پايلي و نه لري.
اوس داسي انګيرل کيږي چي ګويا امريکا او طالبان غواړي چي په يوازي سر د افغانستان په اړه يوې سياسي روغي جوړي ته ورسيږي، په داسي حال کي چي افغان حکومت له دغو خبرو ليري ساتل کيږي.
خو حکومت ټينګار کوي چي دوی د سولي عالي شورا جوړه کړې ده او اساسي قانون هم نافذ دی او هر څه چي تر سره کيږي بايد له اساسي قانون سره سم او د افغانانو اراده پکښي شامله وي.
تر اوسه پوري معلومه نه ده چي د طالب مشرانو او د امريکا دولت ترمنځ به مخامخ خبري څه وخت پيل شي خو د ولسمشر کرزي وياند تمه لري چي د سولي د هر راز خبرو تر پيليدو دمخه بايد په ملک کي اوربند ټينگ شي.
ايمل فيضي وايي ډزبندي به ټولو ښکيلو غاړو ته دا موقع ورکړي چي د سولي او سياسي ډيالوګ له پاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل