د افغانستان د سولي د عالي شورا پلاوی قطر ته روان دئ
۱۳۹۰ دی ۱۹, دوشنبهطالبانو تیره اونۍ اعلان وکړ چي له متحده ایالاتو سره په قطر کي د یو سیاسي دفتر د پرانيستلو پر سر يوې لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي. هغوی دغه راز په خپله اعلاميه کي له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو بندیانو د آزادولو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان د سولي د عالي شورا یوه لوړ پوړي چارواکي، محمد اسماعیل قاسمیار، د رویترز خبري آژانس ته وویل چي د سولي د عالي شورا غړي غواړي پخپله په قطر کي د طالبانو راتلونکی دفتر وویني:
«موږ غواړو چي دغه دفتر په خپلو سترګو ووینو او له همدې کبله به ډیر ژر د سولې له عالي شورا څخه یو کس قطر ته سفر وکړي. موږ غواړو ووینو چي دغه دفتر څومره لوی دئ او همداراز غواړو ځان په نورو جزئیاتو خبر کړو.»
په قطر کي د طالبانو د دفتر پرانيستل د افغانستان د سولي په بهیر کي یو ډیر مهم پرمختګ بلل کیږي. تر دې وړاندي طالبانو تل د افغان حکومت او نړیوالي ټولني له خوا د سولي وړاندیزونه رد کړي ول او د دغه کار له پاره يې خپل لومړنی شرط له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو وتل ښوولی وو.
اوس چې امریکا او نور غربي ملګري ئې غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنګي ځواکونه وباسي، له طالبانو سره د سولي هڅي کړندۍ شوي دي. متحده ایالات او نور غربي ملګري ئې غواړي د افغانستان جګړې ته د سولي له لاري د پای ټکی کښېږدي.
افغان حکومت هم د افغانستان د شخړي د حل یوازینۍ لاره له طالبانو سره سوله کول بولي، خو په عین وخت کي ټینګار کوي چي د افغانستان د سولي بهیر باید د افغان حکومت په مشرۍ پر مخ ولاړ شي.
کار پوهان وایي چي په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو موضوع افغان حکومت په غوسه کړی دئ. ځکه چي حکومت د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د خبرو په جزئیاتو خبر نه دئ.
تر دې مخکي افغان دولتي چارواکو هم ویلي ول، چي که افغان حکومت د سولي د بهیر مشري و نه کړي نو مثبتي پایلي به و نه لري. د افغانستان د سولي د عالي شورا غړی، قاسمیار، هم پر دې موضوع ټینګار کوي، چي د افغان حکومت پرته به د سولي بهیر هيڅ نتېجه ونه لري.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل