د مهاجرو په هکله د دویمې قانوني بستې عملي کیدل پيل شول
۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبهپه آلمان کې د مهاجرو له پاره شرایط تر پخوا سخت شوي دي. د «د ښه راغلاست د لومړنیو مرکزنو جوړونه» د دغو مقرراتو هسته تشکیلوي. ټاکل شوی ده چې په دغو مرکزونو کې به په ځانگړي توگه د هغو کډوالو دوسیو ته په چټکۍ سره رسیدگي وشي، کوم چې په آلمان کې د پاتې کیدو لږ چانس لري.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وویل هغه پيغام چې دغه مقررات یې له ځان سره لري واضح دي: «هر څوک چې زموږ هیواد ته رازې په عادلانه توگه به یې دوسیې ته رسیدگي کیږي. هغه څوک چې د ځان حفاظت ته اړتیا نه لري باید ژر تر ژره له دغې خاورې څخه ووزي.»
هغه مهاجر چې ملاتړ ته اړتیا ولري، د دوو کلونو تر تیرولو وروسته کولې شي د خپلې کورنۍ د غوښتنې عریضه وړاندی کړي.
دغه قانون یوازې د هغو مهاجرو په هکله صدق کوي چې نوموړی شخصاً تر تعقیب لاندی وي او له همدې امله یې د پناه غوشتنه منل شوي وي.
د کډوالۍ په خدماتو کې ډیر لږ کمې رامنځته کیږي. د بیلگې په توگه مهاجر باید د ژبې او ادغام په کورسونو کې ۱۰ ایرو مصرف په غاړه واخلي. د نوې مقررې پر بنسټ یو کډوال په هغه صورت کې قانوني خدمات ترلاسه کولې شي چې په خپله سیمه کې یې ثبت نام کړی وي.
سربیره پر دې د دې له پاره چې یو کډوال له المان څخه ونه ایستل شي د روغتیایې مشکل وړاندی کول په برخه کې شرایط ډیر زیات سخت شوي دي. د دغو شرایطو څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي په خاطر د ډاکټر د تصدیق له پاره ډیر سخت او دقیق شرایط ټاکل شوي دي.
د مجرمینو ایستل کیدل
د نوو مقرراتو پر بنسټ، اوس له المان څخه د یوه مهاجر ایستل کیدل هغه وخت ممکن گرځي، چې د قتل، د یو چا جسمي روغتیا ته زیان رسولو او یا د جنسي تیري یا زورونې له امله په بند محکوم شوی وي، که هغه حبس تعلیقي هم وي.