1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو ملاتړ ـ سياستوال ته د قتل ګواښ

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د آلمان په هېسن کي سياستوال له دې کبله په مرګ ګواښل سوی چي د مهاجرو ملاتړ کوي. د دې څخه تر مخه هم آلماني سياستوال له ورته وجوهاتو ګواښل سوي ول.

https://p.dw.com/p/1IDdX
انځور: picture-alliance/dpa/C. Essler

د پناه غوښتونکو له پاره د مبارزې له کبله د آلمان په هيسن ايالت کي يو سيميزی سياستوال ته د مرګ ګواښنه سوې ده. د ياد ايالت د نوی ايزنبورګ د درای آيش ښاروال ډيټر څيمر پخلی کړی چي ورته د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۰مه نېټه) يو ګواښونکی ليک رسېدلی دی. د سوسيال ډيموکراټ ګوند سره تړاو درلودونکي دغه ښاروال ويلي دي په ليک کي د وژني ګواښونه سوي، که هغه خپل سياست ته چي د مهاجرو د پلوي سياست دی، تغير ورنکړي.

د يادي پيښي په تړاو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۵مه نېټه) خبرونه خپاره کړل. د نوی ايزنبورګ د درای آيش ښاروال ډيټر څيمر زياته کړې ده چي په رسېدلي خط کي د مسلمانانو په تړاو څرګندونې سوي دي. د هغه په وينا په دغه ليک کي ورته ګواښ سوی دی چي د مسلمانانو د ملاتړ سياست ته دي د پای ټکی کښېږدي.

د دې څخه تر مخه هم دا ډول ليکونه چي پکښي د قتل او وژني ګواښونه سوي، د آلمان د مسيحي ډيموکراټ ګوند CDU، د سوسيال ډيموکراټ ګوند SPD، د زرغون ګوند او د کيڼ ګوند سياستوالو ته لېږدول سوي ول.

د رسنيو د راپورونو له مخي په دغو خطونو کي سياستوال په ترور او د ډزو په مرسته په قتل ګواښل سوي، که هغوی د پناه غوښتونکو د ملاتړ سياست ته دوام ورکړي. خو ښاروال څيمر له دې څخه ډه ډه کړې چي د ورته رسېدلي ليک په تړاو زيات جزيات په ډاګه کړي. هغه ويلي چي په شخصي توګه دی په لیک کي ګواښل سوی او دا چي دی به د دغه ليک له کبله خپل سياست ته تغير ورنکړي. نوموړي ويلي چي دغه ليک يې پوليسو ته سپارلی دی. پوليسو ويلي چي په دې تړاو يې پلټنې پېل کړي دي.

دا چي دغه ګواښونکی ليک چا لېږلی لا تر اوسه نه ده څرګنده. خو په آلمان کي د مهاجرو پر ضد واقعاتو کي په تيرو مياشتو کي زیاتوالی راغلی دی. په دې ترڅ کي د مهاجرو و کمپونو ته د اور اچولو قضيې هم زياتي سوي دي.