د گولان سوله ساتی ماموریت ستونزو سره مخ دی
۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبهد ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه له ۱۹۷۴ کال راهیسې د گولان په لوړو کې د سوریې او اسرائیلو تر منځ د اوربند څارنه کوي.
د سوریې د کورنۍ جگړې تر تودیدو پورې هم دغه ۷۰ کلیومتره سیمه آرامه پاته شوې وه. خو اوس چې د سوریې کورنۍ جگړه د دغه هیواد له پولو څخه د اوښتو په حال کې ده، د گولان په لوړو کې هم ډیري ستونزي رامنځ ته شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې د اسد پلوي ځواکونه د هغه د رژیم پر ضد پاڅونکوونکي څو واري د اوربند سیمې ته اوښتي دي او له اسرائیلو ځواکونو سره يې ډزې تبادله کړي دي.
د روان کال په مارچ او می میاشتو کې د گولان په لوړو کې دوې امنیتي پېښي رامنځ ته شوي دي. پر دې سربیره په همدې کال کې له دغو لوړو څخه څو تنه فلیپیني سوله ساتي ځواکونه وتښتول شول او د څو ورځو له پاره د برمته کوونکو له خوا وساتل شول. تر دغو پېښو وروسته د اطریش هیواد چې د گولان په لوړو کې سوله ساتې ځواکونه لري، اعلان وکړ چې له دغي سیمې څخه به خپل ځواکونه راوباسي.
د ملگرو ملتونو د ماموریت برخه لیک ناڅرگنده دی
د سوریې وضعې ته په گتو سره دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې آیا اوس هم د ملگرو ملتونو سوله ساتی ماموریت دومره قوی دی، چې د گولان په لوړو کي د اوربند ساتنه وکړي. تر دې مخکې اتریش تل د گولان په تپو کې د ملگرو ملتونو د سوله ساتې مارموریت یوه قوي برخه وه. خو اوس چې دغه ماموریت د جون میاشتې پر ۲۶ نیټه پای ته رسیږي او اوطریش هم اعلان کړی دی چې له دې سیمې څخه خپل ځواکونه راباسي، په گولان کې د ملگرو ملتونو د ماموریت په اړه پوښتني راپورته شوي دي.
په ویانا کې د اطریش په انستیتیوت کې د نړیوال سیاست پروفیسور هینس گارتنر، وایي چې د ملگرو ملتونو مارمویت اوس په گولان کې په گافي اندازه پیاوړی نه دی. هغه ټینگار کوي چې ملگرو ملتونو باید لا وختي دغه ماموریت پر «ثابتو بنسټونو» درولی وای. هغه وایي: «دغه ماموریت باید داسې یوه بڼه خپله کړي چې په ترڅ کې یې سوله ساتي ځواکونه تر یوې مشخصي اندازې پوري په حالاتو کې د مداخله کولو حق ولري.»
گارتنر په دې باور دی چې دا ډیره مهمه خبره ده چې د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د دې توان ولروي چې په هغه صورت کې چې د اسد پلوي ځواکونه وغواړي د گولان لوړو ته راشي، نو د هغوی مخه ونیسي. اوس د ملگرو ملتونو ځواکونه د گولان په لوړو کې د اوربند د څارنې مسئولیت لري او یوازي په بیړنیو حالاتو کې له خپل ځان څخه د دفاع اجازه لري.
هیڅوک په دې اړه شک نه لري چې د گولان په لوړو کې د ملگرو ملتونو ماموریت ډیر مهم دی. خو اصلي پوښتنه د دغه ماموریت د څرنگوالي په اړه ده. دا په داسې حال کې ده چي ملگرو ملتونو ویلي دي چې غواړي په گولان کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمیر له ۹۰۰ څخه ۱۲۵۰ تنو ته لوړ کړي.
څوک به د اطریشي سوله ساتي ځواک ځای ونیسي؟
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون په دې خبره پوهیږي چې هغه اوس له يوې ستري ستونزې سره مخامخ دی او باید د گولان په لوړو کي د ۳۸۰ تنو اطریشي سرتیري ځای ناستي ومومي. فیجي وړاندیز کړی دی چې کولای شي ځواکونه یې د اطریشیان ځای ونیسي.
د دغه هیواد ځواکونه لا وختي د گولان پو لوړو کې د کرواشیا، جاپان او کانادا ځواکونو ځای نیولو ته چمتوالی ښوولی دی. ډیر هیوادونه په دغه شان ماموریتونو کې برخه اخیستلو ته ځکه زړه ښه کوي، چې سرتیري یې پکې ډیر معاشونه ترلاسه کوي. پر دې سربیره د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو برخه اخیستل هغوی په نړیوالو مسائیلو کې هم ښکیلوي. له همدې کبله په ډیرو سوله ساتو ماموریتونو کې د پاکستان، فیلیپین، هندوستان او بنگلدیش په شان هیوادونه گډون کوي.
د ملگرو ملتونو کارپوه اندریس زومخ، وایي چې اوس ملگري ملتونه د اطریشي ځواکونو د ځای ناستو د موندلو په بهیر کې له ستونزو سره مخامخ دي. د هغه په اند په دې اړه د ډینمارک او سویدن په څیر اروپايي هیوادونو سره خبرې اترې تر اوسه پوري ناکامه پاته شوي دي. دغه کارپوه ټینگار کوي چې که د دغو هیوادونو له ډلي څخه کوم یو یې د گولان د لوړو په ماموریت کې د برخه اخیستلو له پاره رامخ ته نه شي، نو په دې ماموریت کې به کوم اروپايي استازی پاته نه شي.
زومخ زیاتوي: «له همدې کبله د ملگرو ملتونو سرمنشي د فیجي په شان هیوادنو وړاندیزونه ردوي. ځکه دغه شان هیوادونه په ځینو مواردو کې آن د سوله ساتي په ماموریتونو کې کافي تجربه هم نه لري.»
زومخ ټینگار کوي چې دا به ډیره ښه خبره وایي چې یو اروپايي هیواد د گولان په ماموریت کې د اطریشي ځواکونو د ځای نیولو له پاره رامخ ته شوی وای. دا چې ولی دغه کار نه دی ترسره شوی د زومخ په اند دلیل یې په اروپايي ټولنه کې د یوه مشترک بهرني سیاست نه شتون دی.
ملگري ملتونه له ستونزي سره مخامخ دي
د ملگرو ملتونو کارپوه اندریس زومخ، وایي چې ټول په دې خبره پوهیږي چې که په سوريه کې د اسد رژیم له واکه ولویږي نو په دې هیواد کې به ډیر څه بدلون ومومي چې له کبله به یې ملگري ملتونه هم له یو شمیر ستونزو سره مخامخ شي. هغه زیاتوي: «دا ممکنه ده چې تر هغه وروسته چې په سوریه کې د اسد رژیم ړنگ شي، د دغه هیواد په ځینو برخو کې القاعده خپل فعالیتونه پیل کړي. په دې خبره باندې ټول پوهیږي خو څوک یې په اړه څه نه وایي.»
دغه کارپوه همداراز وایي چې که دغه ماموریت په یوه ډول د اسد د رژیم پر وړاندې ستونزي رامنځ ته کړي نو روسیه کولای شي هغه ویتو کړي.